زابل:

 
زابل د افغانستان په جنوب کې پروت یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په وروستیو دولسو کلونو کې دومره جدي پاملرنه ورته نه ده شوې، خو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې پرمختګونه لرلي دي.
په زابل کې ۲۲۶ ښوونځي شته، چې شاوخوا ۱۶۲ یې د امنیتي او ځينې نورو کلتوري موانعو له امله تړل شوي دي. په فعالو ښوونځيو کې ۲۲ لېسې، ۲۰ منځني او ۲۲ لومړني ښوونځي شامل دي.
ددې ترڅنګ ۳ دیني مدرسې، چې نژدې ۷۰۰ زده کوونکي پکې پر دیني زده کړو بوخت دي او ۳۶۸ د لیک لوست مرکزونه، چې  څه باندې ۶ زره د لوړ عمر لرونکي کسان پکې لیک لوست کوي، هم فعال دي.
زابل ۱۱ ولسوالۍ لري، چې شاجوی او قلات هغه یې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي دي. په یادو دوه ولسوالیو کې څه باندې ۳۲ زره زده کوونکي، چې ۲۰ سلنه یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي. په زابل کې یوازې ۳ داسې ښوونځي شته، چې نجونې پکې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کولای شي.
په ښوونځيو کې د نجونو د کموالي لوی لامل د ښځینه ښوونکو نشتون دی، چې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون له لارې هڅه کېږي د لوړ معاش په بدل کې ښځینه مسلکي ښوونکې له ښاري سیمو څخه لرې پرتو سیمو په ځانګړي ډول هغو ځایونو ته ولېږل شي، چې د نجونو شمېر پکې کم دی.
د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون دا او ځينې نورې تګلارې به وکولای شي، چې په زابل کې ګڼ شمېر له ښوونځي لرې پاتې ماشومانو په ځانګړې ډول نجونو ته د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.