ارزګان

 
ارزګان د افغانستان په جنوب کې د وروسته پاتې ولایتونو له ډلې څخه دی، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې یې لاسته راوړنې لرلي. په دې ولایت کې ۲۸۸ د عمومي زده کړو ښوونځي شته، چې ۵۱ یې لېسې، ۳۸ یې منځني ښوونځي او پاتې ۲۰۴ یې لومړني ښوونځي دي. دغه راز ۴ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه، ۳ مدرسې او ۲۰۴ د سواد زده کړې مرکزونه هم ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي. 
په تخنیکي مرکزونو کې ۲۶۰ په دیني مدرسو کې ۱۵۰۰ او په سواد زده کړې کورسونو کې څه باندې ۴ زره زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي دي. ارزګان ۷ ولسوالۍ لري، چې ترینکوټ، خاص ارزګان او ګېزاب یې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي دي. په دې ولسوالیو کې څه باندې ۵۴ زره زده کوونکي، چې شاوخوا ۶ زره یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.
په ارزګان کې یو شمېر ماشومان، چې ډېری یې نجونې دي، له لیک لوست بې برخې پاتې دي. د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پرمټ هڅه کېږي، چې په دې ولایت کې له ښوونځي لرې پاتې ماشومانو په ځانګړې ډول نجونو ته د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.