پکتیکا

 
پکتیکا د افغانستان په جنوب لویدیځ کې پروت غرنی ولایت دی. په پکتیکا کې ۳۵۳ د عمومي زده کړو ښوونځي فعال دي، چې ۵۸ یې لېسې، ۵۹ یې منځني ښوونځي او ۲۳۴ یې لومړني ښوونځي دي.
پردې سربېره ۵ د تخنيکي زده کړو مرکزونه او ۱۴ دیني مدرسې، چې نژدې ۴ زره زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي، هم فعالیت کوي. په دې ولایت کې ۳۳۰ د سواد زده کړې کورسونه شته، چې هر کال پکې نژدې ۷ زره کسانو ته لیک لوست ور ښوول کېږي.
د پکتیکا ولایت د ۱۹ ولسوالیو له ډلې خیرکوټ، ارګون او یوسف خېل د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت تر پوښښ لاندې راغلي. په یادو درې ولسوالیو کې نژدې ۳۸ زره زده کوونکي، چې ۲۵ سلنه یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.
په دې ولایت کې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون له لارې هڅه کېږي، چې هغو ماشومانو ته چې د یو شمېر لاملونو له امله له ښوونځي لرې پاتې دي، د لومړنیو زده کړو زمینه برابره شي.