پکتیا

 
پکتیا د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې پروت ولایت دی. په دې ولایت کې د عمومي زده کړو ۳۰۹ ښوونځي، چې ۸۷ یې لېسې، ۶۹ یې منځني او ۱۵۳ یې د لومړنيو زده کړو ښوونځي دي.
دغه راز ۷ د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه هم فعال دي، چې پکې نژدې ۱۲۰۰ ځوانانو ته یې د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې. پر دې سربېره ۱۷ د دیني زده کړو مرکزونه لري، چې څه باندې ۵ زره زده کوونکي پکې پر دیني زده کړو بوخت دي.
پکتیا ۱۳ ولسوالۍ لري، چې له هغې ډلې ډنډپټان، زرمت، ګردېز او لجه احمد خېل د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت تر پوښښ لاندې دي.
په یادو څلورو ولسوالیو کې څه باندې ۷۱ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې نژدې ۲۰ سلنه یې نجونې دي. د پوهنې لپار د نړیوال ګډون پر مټ هڅه کېږي، چې په دې ولسوالیو کې جنسیتي انډول رامنځ ته او ټولو ماشومانو په ځانګړې ډول نجونو ته د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.