نورستان

 
نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېره خاوره یې غرونو پوښلې ده. په دې ولایت کې ۲۳۸ د عمومي زده کړو ښوونځي فعال دي، چې له دې ډلې یې ۲۴ لېسې، ۹۶ منځني ښوونځي او ۱۱۸ یې لومړني ښوونځي دي. په دې ښوونیزو مرکزونو کې څه باندې ۸۰ زره زده کوونکي، چې ۲۵ سلنه یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي. پردې سربېره ۴ د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه، ۲۱ دیني مدرسې او څه باندې ۲۰۰ د سواد زده کړې کورسونه هم پکې فعال دي. 
د نورستان د ۸ ولسوالیو له ډلې ۴ هغه یې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي دي. په دې ولسوالیو کې دواب، پارون، نورګرام او وامه شاملې دي، چې نژدې ۳۳ زره زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي. د نورو ولایتونو په څېر په نورستان کې هم یو شمېر نجونې او هلکان له زده کړو لرې پاتې دي، چې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پرمټ به ورته وړ ښوونیز خدمتونه برابر شي.