نیمروز

 
نیمروز د افغانستان په لودیځ کې وروسته پاتې صحرايي ولایت دي، چې نژدې ۸۰ زره زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي.
په دې ولایت کې ۲۳ لېسې، ۱۰۰ منځني ښوونځي او ۲۹ لومړني ښوونځي د ښوونې او روزنې په برخه کې فعالیت کوي. پر دې سربېره، ۸ شخصي ښوونځي، ۷ د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه او ۱۴ مدرسې هم لري.
د لوړ عمر او له ښوونځي لرې پاتې کسانو لپاره ۱۷۰ د لیک لوست مرکزونه پکې جوړ شوي، چې نژدې ۴ زره کسان پکې لومړنۍ زده کړې کوي.
د دې ولایت  ۶ ولسوالیو له ډلې چخانسور، خاشرود او کنګ د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي ډي. په دې ولسوالیو کې نژدې ۲۰ زره زده کوونکي، چې نژدې نیمايي یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.
د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې ولایتونو کې نیمروز هم یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په لرې پرتو سیمو کې یې ډېر شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې دي. 
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون هڅه کوي، چې په یادو سیمو کې ماشومانو په ځانکړې ډول نجونو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.