خوست

 
خوست د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت ولایت دی، چې ۳۲۶ د عمومي زده کړو ښوونځي پکې فعال دي.  له دې ډلې ۱۰۱ لېسې، ۶۸ منځني ښوونځي او ۱۵۷ لومړني ښوونځي دي. پر دې سربېره ۱۶ د خصوصي زده کړو ښوونځي هم ددې ولایت اوسېدونکو ته ښوونیز خدمتونه برابروي.
دغه راز ۸ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه چې نژدې ۱۰۰۰ تنه زده کوونکي او ۲۷ دیني مدرسې، چې څه باندې ۵ زره زده کوونکو پکې پر زده کړو بوخت دي، فعالې دي.
خوست ۱۳ ولسوالۍ لري، چې صبري، تڼي او تیرزي ولسوالۍ د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت تر پوښښ لاندې دي. په یادو ولسوالیو کې نژدې ۵۶ زره زده کوونکي، چې ۳۰ سلنه یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.
 په خوست کې نژدې ۸۸ زره زده کوونکي زده کړو ته لاس رسی نلري، چې له دې ډلې یې ۸۹ سلنه نجونې دي.
د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون له لارې هڅه ګېږي، چې په دې ولایت کې له ښوونځي لرې پاتې زده کوونکو په ځانګړې ډول نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.