کندهار

 
کندهار د افغانستان د جنوبي ولایتونو له ډلې څخه دی، چې ډېری وخت ترې د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي، خو؛ په وروستیو کلونو کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي.
په دې ولایت کې ۶۴ لېسې، ۶۵ منځني ښوونځي او ۱۳۳ لومړني ښوونځي فعال دي، چې پکې څه باندې ۲۰۰ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. پر دې سربېره په کندهار کې ۸ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه او ۳۶۲ د سواد زده کړو کورسونه، چې نژدې ۲۰ زره زده کوونکي پکې لیک لوست کوي، هم فعال دي.
کندهار ۱۸ ولسوالۍ لري، چې سپین بولدک، دامان او ډنډ هغه یې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي. په دې ولسوالیو کې نژدې ۲۹ زره زده کوونکي، چې ۲۱ سلنه یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي. د کندهار په لرې پرتو سیمو په ځانګړې ډول تر پوښښ لاندې ولسوالیو کې ډېر شمېر نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې دي، چې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پرمټ به ورته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.