هلمند

 
هلمند د افغانستان د جنوب لویدیځ یو له ناامنه ولایتونو څخه دی. په دې ولایت کې د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګونه شوي، خو لاهم ځينې ستونزې د ښوونیز نظام پر وړاندې پرتې دي.
په دې ولایت کې ۳۵۵ د عمومي زده کړو ښوونځي، چې ۶۷ یې لېسې، ۱۰۱ یې منځني ښوونځي او ۱۸۷ یې لومړني ښوونځي دي، فعالیت کوي. په دې ښوونځيو کې نژدې ۱۵۰ زره زده کوونکي، چې نژدې ۳۰ سلنه یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي. پر دې سربېره ۴ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه، ۲۹ مدرسې او څه باندې          ۲۰۰ د لیک لوست مرکزونه هم پکې فعالیت کوي.
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د هلمند ولایت د ۱۴ ولسوالیو له ډلې ګرمسېر، مارجه او ناوه تر خپل پوښښ لاندې نیولي. په دې ولسوالیو کې نژدې ۲۵ زره زده کوونکي، چې کم شمېر یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي. 
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون به د خپلو تګلارو پر بنسټ په یادو ولسوالیو کې جنسیتي انډول رامنځ ته کړي او هڅه به وکړي، چې ډېر شمېر ماشومانو په ځانګړې ډول نجونو ته د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.