غور

 
غور د افغانستان د لودیځ له وروسته پاتې لرې ولایتونو څخه شمېرل کېږي، خو د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
په دې ولایت کې څه باندې ۲۰۰ زره زده کوونکي، چې ۳۶ سلنه یې نجونې دي پر زده کړو بوخت دي.
په غور کې د عمومي زده کړو ۷۹۲ ښوونځي، چې له هغې ډلې يې ۱۵۵ لېسې، ۱۷۱ منځني ښوونځي او ۴۶۶ لومړني ښوونځي دي، فعالیت کوي. 
پردې سربېره  ۳ د تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتیوتونه، ۱۸ دیني مدرسې او نژدې ۶۰۰ د سواد زده کړې مرکزونه هم پکې فعال دي.
غور لس ولسوالۍ لري، چې له هغې ډلې یې چارصده، دولتیار او شهرک د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي دي. په دې ولسوالیو کې نژدې ۳۴ زره زده کوونکو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې شوي دي.