فراه

 
فراه د افغانستان په لویدیځ کې پروت ولایت دی، چې د عمومي زده کړو نژدې ۳۰۰ ښوونځي پکې فعال دي. له دې ډلې ۹۶ لېسې، ۷۴ منځني ښوونځي او ۱۲۵ لومړني ښوونځي دي. په دې ښوونځيو کې نژدې ۱۳۴ زره زده کوونکي، چې ۳۴ سلنه یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.
پر دې سربېره ۶ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه، چې ۴۰۰ زده کوونکو او ۱۶ دیني مدرسې، چې ۲۵۰۰ تنه زده کوونکو ته یې د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي، هم فعالیت کوي.
د فراه ولایت لس ولسوالۍ لري، چې له هغې ډلې انار دره، پشت کوه او شیب کوه د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي دي.
په فراه ولایت په ځانګړې توګه په یادو درې ولسوالیو کې د ښځينه ښوونکو او زده کوونکو سلنه ډېره کمه ده، چې د پوهنې لپاره نړیوال ګډون به د خپلو تګلارو پر مټ په یادو ولسوالیو کې ماشومانو په ځانګړي ډول نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. په دې ولسوالیو کې به د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پر مټ ښځينه ښوونکې وګمارل شي او له دې سره به ډېر شمېر نجونو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.