دایکنډي

 
دایکنډي د افغانستان د مرکزي ولایتونو له ډلې څخه دی، چې څه باندې ۱۶۰ زره تنه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. ددې شمېرې ۴۵ سلنه نجونې دي.
په دې ولایت کې ۳۷۳ ښوونځي، چې ۳۵۳ یې د عمومي زده کړو، ۵ د تخنیکي او مسلکي زده کړو، ۷ دیني مدرسې او ۷ د ښوونکو د روزنې مرکرونه دي، فعال او ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
ددې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې نژدې ۴۵۰ تنه زده کوونکو او په اسلامي زده کړو مرکزونو کې شاوخوا ۱۵ سوه تنه زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي.
د دایکنډي د ۹ ولسوالیو له ډلې اشترلي، خدیر او ګیتي د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي. په دې ولسوالیو کې نژدې ۵۸ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. د ډایکنډي په لرې پرتو سیمو کې یو شمېر زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې دي، له لیک لوست بې برخې پاتې دي.
د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پرمټ هڅه کېږي، چې ددې ولایت په لرې پرتو سیمو کې ټولو ماشومانو په ځانګړې ډول نجونو ته د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.