بادغیس

 
بادغیس د افغانستان د شمال لویدیځ ولایتونو له ډلې څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې ښوونې او روزنې پکې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
په دې ولایت کې د عمومي زده کړو ۴۴۴ ښوونځي، چې ۸۲ یې لېسې، ۱۱۶ یې منځني ښوونځي او ۲۳۷ لومړني ښوونځي دي، فعالیت کوي. په دې ښوونځيو کې نژدې ۱۳۴ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
پر دې سربېره ۲ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه او ۱۶ دیني مدرسې، چې ۲۳۰۰ تنه زده کوونکو ته یې د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي، فعالې دي.
د بادغیس ولایت ۷ ولسوالۍ لري، چې آب کمري، مرغاب او مقر د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون تر پوښښ لاندې راغلي دي. په دې ولسوالیو کې یو شمېر ماشومان، چې ډېری یې نجونې دي، له زده کړو بې برخې پاتې دي. 
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون به د خپلو منظمو تګلارو پرمټ په دې ولایت کې له ښوونځي لرې پاتې ټولو ماشومانو په ځانګړې ډول نجونو ته د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي دي.