د پوهنی د پالیسیو او تقنینی سندونو په هکله نظر غوښتنه

د پوهنې د قانون د اتمې مادې د حکم له مخې د پوهنې علمي شورا د پوهنې د پاليسيو او تقنيني سندونو د تدوين او پرمختيا دنده پر غاړه لري، له همدې کبله په پام کې ده د پاليسيو او تقنيني سندونو د پرمختيا کار د پوهنې د منسوبينو، گټه اخيستونکو او نورو ښېکلو خواوو سره په مشوره ترسره شي.

په بهرکې د زدکړې د سندونو د ارزونې د لايحې د مسودې په هکله عامه نظرغوښتنه

په بهرکې د زدکړې د سندونو د ارزونې د لايحې مسوده چې د عمومي زدکړو د معینيت له خوا تسويد او د علمي شورا د دارالانشاء په رياست کې تر تدقيق لاندې نيول شوې ده، نوموړې مسوده د لابډاينې په موخه د عامه نظرغوښتنې په منظور د یوې مياشتې لپاره(۶/۱۲/۱۳۹۷ له نېټې څخه تر۶/۱/۱۳۹۸) پورې د پوهنې وزارت په وېبپاڼه کې اچول شوې ده. که چېرې يې په هکله وړانديز او يا نظر لرئ په ليکلي ډول او يا د دغه (  ace@moe.gov.af ) له لارې یې د پوهنې د علمي شورا د دارالانشاء رياست ته را واستوئ، منندوی مو يو.

په بهرکې د زدکړې د سندونو د ارزونې د لايحې مسوده

د کوچيانو د ښوونې او روزنې د مقررې د مسودې په هکله عامه نظرغوښتنه

د کوچيانو د ښوونې او روزنې د مقررې مسوده چې د پوهنې د علمي شورا د دارلانشاء رياست له لوري د جمهوري رياست د لوړ مقام د لارښوونې سره سمه جمتو شوې ده، دغه مسوده د لازياتې بډاينې په منظور د عامه نظر غوښتنې لپاره د ۱۳۹۷-۱۰-۱۶ نېټې څخه تر ۱۳۹۷-۱۱-۱۶مې نېټې پورې د يوې مياشتې لپاره د پوهنې وزارت په وبپاڼه کې اېښودل شوې ده. که چېرې يې په هکله نظر او يا وړانديز لرئ کولای شئ په ليکلې توگه او يا د ace@moe.gov.af برښناليک له لارې د پوهنې د علمي شورا د دارالانشاء له رياست سره شريک کړئ. مننه.

د کوچيانو د ښوونې او روزنې مقرره

 

د نصاب او ديني علومو د مفرداتو اود مؤلفانو او ښوونکولپاره  د لارښود د مسودې په هکله په پښتو او دري ژبو عامه نظرغوښتنه

د نصاب او ديني علومو د مفرداتو اود مؤلفانو او ښوونکولپاره  د لارښود مسوده، چې د ښوونيزنصاب د پراختيا د لوی رياست له لوري په پښتو او دري ژبو چمتو شوې ده، د لا زياتې بډاينې په منظور د عامه نظر غوښتنې په موخه د يوې مياشتې لپاره د ۴/۹/۱۳۹۷ څخه تر ۴/۱۰/۱۳۹۷ نېټې پورې د پوهنې وزارت په وبپاڼه کې اېښودل شوې ده. که چېرې يې په هکله نظر او يا وړانديز لرئ کولای شئ په ليکلې توگه او يا د ace@moe.gov.af برښناليک له لارې د پوهنې د علمي شورا د دارالانشاء له رياست سره شريک کړئ. مننه

د نصاب او دینی علومو د مفرداتو او د مؤلفانو او ښوونکو لپاره لارښود