د پوهنې په نړیوال مشارکت کې د افغانستان غړیتوب

لیکوال: وحید ولید

موده وړاندې د هیواد د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې د خپلو تیرو ۲کلونو هڅو په ترڅ کې يې وکولی شوای چې د پوهنې په نړیوال مشارکت کې غړیتوب ترلاسه او افغان ولس ته یو لوی افتخار وګټي. د معلوماتو له مخې، دا غړیتوب د تیر کال په حوت میاشت کې اخستل شوی، چې د غړیتوب د نورو پروسو د طی کولو په موخه د هیواد د پوهنې وزیر څه موده مخکې ډنمارک هیواد ته یو سفر درلود. دغه غړیتوب له څو اړخونو مهم دی. لومړی دا چې د سړي له فکره هغه ناامیدي باسي چې خدای نخواسته افغانستان له کادري پلوه تیرو دیرش کلونو جګړو داسې منزوي کړی چې هیڅ فعاله فکر پکې نشته، بلکې خبره معکوسه ده. تر ټولو مهمه خبره داده چې دا غړیتوب چې کوم مزایا لري، هغه به د ډونر په بڼه نه وي بلکې ددغه ارګان د خپلو هڅو او کوښښونو نتیجه یې بللی شو. په دې مانا، چې د دغه نړیوال مشارکت نهایت سخت شرایط به یو پلا تکمیلیږي او بیا به له دغو مرستو او مزایاوو مربوطه هیواد د خپل معارف د ودې لپاره ګټه اخلي. که شرایط تکمیل نه شي، نو له دې مرستو ګټه اخستل ناممکنه دي. د پوهنې وزارت ارقام ښيي، چې ددغو شرایطو له جملې، تر مکتب وړاندې، په جریان د مکتب کې او له مکتب وروسته د هیواد تعلمي لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو ارزیابي، د راتلونکو پلانونو جوړول او د ارزیابي کوونکو له لوري د هغه منل او تاییدل او د مربوطه مشارکت له لوري د هغه منظوري، چې پوهنې وزارت په فوق العاده توګه د خپلو پلانونو په اړه وضاحت ورکړی او په پایله کې دا غړیتوب ترلاسه شوی دی. واقعیت خو دادی چې د پوهنې د سیستم په سټنډرډ بڼه رغول بلا امکاناتو او بلا وخت ته اړتیا لري.

ددغه سیستم د رغولو لپاره یو قوي مدیریت په کار دی چې نړیوالې مرستې په ښه توګه راجلب او مصرف کړی شي او بیرته یې مربوطه مراجعو ته حسابده هم وي. یاد شوی غړیتوب هم د معارف د تمویل لپاره یوه مداومه سرچینه بلل کیږي او کولی شي له شته ستونزو سره ددغه سازمان په مالي مټ مبارزه وکړي. پوهنې وزارت وايي چې نه یوازې دوی په دغه مشارکت کې د غړي په توګه منل شوي، بلکې افغانستان پکې په دریو لومړی درجه هیوادونو کې راغلی دی. دغه سازمان چې ۳۳هیوادونه يې له مالي اړخه تمویلوي، یو نړیوال مشارکت دی، او په ۲۰۰۲ میلادي کال کې رامنځته شو، هدف يې له مخ پر وده هیوادونو سره د معارف په برخه کې مرستې دي، څو وکولی شي، د راتلونکې زریزې اهدافو ته (( پوهنه د ټولو لپاره)) ځان ورسوي او دغه مشارکت يې مالي ملاتړ کوي. په دغه مشارکت کې ۵۵ هیوادونه غړیتوب لري.

تر غړیتوب اخستو وروسته، په عملي ډګر کې له دغو مرستو څخه د استفادې لپاره پوهنې وزارت په ۴ برخو کې دغه مشارکت ته یو درې کلن د ۵۵ میلیونه ډالرو مرستو پروپوزل وړاندې کړی چې دا برخې د معارف د ودې لپاره مهمې او حیاتي شمیرل کیږي. ددغه پروپوزل اصلي غوښتنه په ناامنه او لرو پرتو سیمو کې  له زده کړو محروم ماشومان په ځانګړي ډول نجونې څنګه کولی شي مکتب ته لاسرسی ولري. په دغه پروپوزل کې د بندو ښوونځیو د بیاپرانیستلو لپاره هم طرح وړاندې شوې، چې د هیواد د پوهنې پر وړاندې يې له اساسي خنډونو څخه بللی شو. ددغه پروپوزل په مټ به وکولی شو، چې په هیواد کې د معارف لپاره هغه فرهنګي انقلاب عملا پیاده کړو، چې څو کاله وړاندې يې ولسمشر له خپل ولس نه غوښتنه وکړه. هغه ویلي وو، چې د معارف د ودې او له بې سوادۍ سره دمبارزې لپاره ضرور ده چې ولس او دولت په ګډه یو فرهنګي انقلاب راولي. دا خبره به د تریخ حقیقت په توګه ومنو چې تیرو جګړو ولس د بې سوادۍ په رانځ لړلی دی او له ددغه ناروغۍ سره د مبارزې لپاره طرح هم ددغه پروپوزل اساسي غوښتنه ده چې د معارف مسولین د خپل مسوولیت په درک سره دغه ترخه واقعیت ته متوجه دي. دغه مشارکت به په ټوله کې د پوهنې په بهیر باندې اعظمي اغیز ولري. دغه لومړۍ درې کلنې مرستې به په څلورو برخو: په سیمه ییزه کچه د ټولنیز خوځښت، د زده کړې بیلابیلو لارو چارو ته پراختیا( په دې کې مساجد او کلي هم شامل دي، چې څنګه يې د معارف د ودې لپاره په اعظمي توګه کارولی شو، او د معارف په بهیر کې د ملاامامانو استخدامول يې هم د ستراتیژۍ مهمه برخه تشکیلوي) د جنسیت له اړخه په زیاتو ناانډول سیمو کې د تکړه ښځینه ښوونکو د شمیر زیاتوالی او د پوهنې په وزارت کې د  تګلارې د اصلاحاتو او سیستم رغول شامل دي. اساسي هدف له دغه مشارکته دادی چې اساسي زده کړو ته باید لومړی لاسرسی زیات شي، ځکه دغه برخې ته افغانان په خورا زیاته کچه اړتیا لري، څو له بې سوادۍ سره د محوې تر بریده مبارزه وشي. نجونو ته باید کماحقه ښوونځیو ته د تلو زمینه هواره شي. د ښځو د زده کړو په اړه که تیر لس کاله پرمختګونه شوي، خو دا هم یو منفی خبره ده چې لا هم تر اوسه په د ۲۰۰ په شاوخوا ولسوالیو کې ښځینه مسلکي معلم نشته او نه هم تر لسم ټولګي پورته د ښځینه وو لپاره ټولګی شته. ددغې سترې معضلې د حل لپاره ټینګه مبارزه اړتیا ده، چې په دغه مرستو کې زیاته برخه له همدغې ناروا پدیدې سره مبارزې ته ځانګړې شوې څو د نجونو لپاره په ټول هیواد کې یو متوازن معارف رامنځته شي. د معارف وزارت د نوې طرح له مخې، د پاس اهدافو د لاسته راتلو لپاره د سیاسي، دودیزو او دیني مشرانو رول په فوق العاده توګه په نظر کې نیول شوی دی، څو د نجونو زده کړو ته وده ورکړي.

په دغه طرح کې د ښوونځیو فزیکي چاپیریال، امنیت او ساتنې، روغتیا، او پاکو اوبو ته لاسرسی او د ګډون انډول هم شامل دي. مخکې مو یاده کړه چې په دغه طرح کې په ناامنه او لرې پرتو سیمو کې د ښځینه معلمینو زیاتول هم شامل دي، چې د معارف د توازن راتلو او د ښځو پر وړاندې د شته اقتصادي، اجتماعي او دودیزو خنډونو د له منځه وړو لپاره خورا مهم دي. د معلوماتو په اساس، دغه لومړۍ درې کلنې مرستې به په ۱۳ ناامنه ولایتونو کې چې ۵۵ولسوالۍ په برکې نیسي، ولګول شي، او ددغو سیمو ماشومان له تعلیمي اړخه د مختلفو ستونزو له کبله ځپل شوي او له زده کړو محروم شوي او د تکړه ښوونکو او د زده کړو د توکیو له کمي سره هم مخ دي. د معارف د احصایو له  مخې، په دغه ۱۳ښوونځیو کې د عمومي ښوونځیو ۴۹سلنه هلکان او ۱۳سلنه د نجونو او ۳۸سلنه مختلط ښوونځي دي. په دې مانا چې د نجونو زده کړې له چلنجونو سره مخ دي. په ټولو کې ټیټه سلنه په اروزګان ولایت کې ۱۱ ښودل شوې ده. خلاصه دا چې دغه غړیتوب د افغانستان د معارف د ودې لپاره خورا با ارزښته دی او ددغو مرستو له پلي کیدو وروسته به دغه اداره بیا خپل پروپوزل دغه مشارکت ته وړاندې کوي او خپل اولویتونه به په ګوته کوي. موږ دغه لوی پرمختګ د هیواد لپاره ویاړ بولو او له نورو اړونده ادارو هم دا هیله لرو، چې په خپلو چارو کې وړتیا وښيي او د هیواد د هر اړخیزې ښیرازۍ لپاره په نړیوال ډګر کې بې روله پاتې نه شي. په هیواد د بې سوادې د محوې او د معارف د تعمیم په هیله