له ښوونځيو سره د دښمنۍ پر وړاندې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز دريځ

له بده مرغه په دې وروستيو کې يو ځل بيا د افغانستان له روزنيزو او ښوونيزو بنسټونو او په تېره له ښوونځيو سره دښمنۍ زور اخېستی او له اسلام او انساني مدنيت سره د دښمنۍ تورو لاسونو ښوونځيوته مخه کړې ده. په ډېرې خواشينۍ سره ګورو چې هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو سيمو لکه، غزني، پکتيکا، ننګرهار، خوست، ميدان وردګ، هلمند، بلخ، … کې د پوهنې له بهير سره راز راز دښمني کېږي او ډول ډول زيانونه ورته اړول کېږي؛ زموږ د بچيانو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل کېږي، ښوونځي مو سوځول کېږي، د پوهنې پر کارکوونکو بريدونه کېږي او ګواښل کېږي، د نجونو زده کوونکو پر مخونو تېزاب شيندل کېږي او په اوبو کې يې زهر ګډېږي. دا ټول يوه مانا لري او هغه دا چې د افغانستان دښمنان له دې وېرېږي، چې که افغان بچيانو پوهې ته مخه کړه نو د دوی کرغېړنې موخې به له پلې کېدو پاتې شي، نور به افغانان د پرديو لپاره نه شي استعمالېدای، افغانستان به سولې او پر مختګ ته مخه کړي او پر خپلو پښو به ودرېږي. دښمن وېره لري چې که افغانان قلم راواخلي، نو خامخا به هغه توپک پر ځمکه لوېږي چې د دوی د ګټو لپاره پورته شوی او بېرته د افغانانو پر وړاندې کارول کېږي.

خو دا ټوله دښمني په تياره کې کېږي او په ناځوانۍ سره کېږي، نه يې څوک پړه پر غاړه اخلي او نه يې هم دليل وايي. دا چې تر اوسه چا په څرګند ډول د ښوونځيو د سوځولو او تړلو مسووليت پر غاړه نه دی اخېستی، په خپله دا مانا ورکوي چې دا غير اسلامي، غير مدني او غير اخلاقي عمل په هېڅ نامه او پلمه د توجيه وړ نه دی.

موږ په افغانستان کې دمدني ټولنې د استازو په توګه د هېواد پر ټولو رښتيني بچيانو غږ کوو، چې ښوونځی زموږ ملي حريم او زموږ د خپلواکۍ، سرلوړۍ او هوساينې (دنيوي او اخروي) ضامن دی، په همدې دليل هېچا ته بايد په هېڅ پلمه اجازه ورنه کړو چې ښوونځيو ته زيان ورسوي او يا يې وتړي. زموږ په اند که په افغانستان کې هر ډول نظام او حکومت واکمن وي، که په هېواد کې سوله وي يا جګړه، ښوونځي او نور ښوونيز بنسټونه بايد د ملي ناموس په توګه له هر ډول تېري څخه خوندي وساتل شي.

موږ د افغانستان پر اوسني حکومت او ټولو سياسي او جنګي ډلوغږ کوو، چې زده کړه او د زده کړې بنسټونه له ورځنيو سياستونو لرې وساتي او له هغو څخه د خپلو سياسي او جنګي مورچو په توګه کار وانخلي. او د افغانستان پر وسله والو ځواکونو غږ کوو، هغو سيمو ته چې ښوونځي يې له ګواښ سره مخ دي، ځانګړې پاملرنه وکړي او د ښوونځيو د ساتنې لپاره اړين ګامونه واخلي.

موږ د طالبانو پر مشرتابه غږ کوو، چې که چېرې دوی د ښوونځيو په سوځولو او تړلو کې لاس نه لري، نو نه يوازې بايد د ښوونځيو سوځول او تړل په څرګندو ټکو کې وغندي، بلکې په خپلو تر اغېز لاندې سيموکې د ښوونځيو کلکه ساتنه هم وکړي او په دې اړه خپلو پلويانو ته څرګند پيغام او لارښود ورسوي.
څرنګه چې زده کړه زموږ ديني او ملي وجيبه ده، موږ پر خپلو ټولو ديني عالمانو او قومي مشرانو غږ کوو چې له خپل معنوي اغېز څخه کار واخلي او ولس د زده کړې پالنې او ملاتړ ته وهڅوي او اجازه ورنه کړي چې ښوونځي وسوځول شي او يايې دروازې وتړل شي.

موږ پر ټولو هغو دولتونو، سازمانونو او کړيو چې د افغانستان په مسايلو کې نېغ لاس لري غږ کوو، چې هېڅ مسلمان او متمدن انسان نه شي کولای له ښوونځيو او پوهنې سره دښمني وکړي