په افغانستان کې د اسلامي زده کړو بهیر ته لنډه کتنه - ۱۳۹۱

ګل آغا احمدي وردګ

په افغانستان کې د اسلامي علومو او فنونو زده کړه مختلف پړاوونه لري او له هغه مهاله پیل کیږي چې د دې لرغوني هیواد هستوګن وګړي د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شوي او دغه سیمه په ټولیزه توګه د اسلامي او معاصرو علومو د زده کړو د یوه پياوړي مرکز په توګه ځلیدلې ده. د لوی افغانستان ویاړمنې سیمې له هماغه پيله لوی لوی عالمان په خپله غیږه کې زیږولي دي چې د امام ابي حنیفه (رح)، فارابي، ابن سینا، مولانا جلال الدین رومي بلخي، خوشحال خان بابا، عبدالرحمن بابا، سنايي، لوی احمدشاه بابا، زرغونه انا، سیدجمال الدین افغان، علامه عبدالحی حبیبي، محمد ارسلان سلیمي او داسې نورو سلګونو لوړو شخصیتونو نومونه د ساري په توګه یادولی شو چې دغه ستره اسلامي خاوره یې د زیږیدلو ویاړ لري. همدارنګه د امام بخاري (رح)، امام محمد شیباني (رح)، حافظ شیرازي، اقبال لاهوري او داسې نورو علماوو او پوهانو د زیږیدلو ځای هم د نني  افغانستان په ګاوڼد کې قرار لري او د تاریخ په مختلفو ادوارو کې د لوی افغانستان د جغرافیايي قلمرو برخه وه.

افغانستان د تاریخ په هر زماني واټن کې د اسلامي علومو زده کړه په رسمي او غیر رسمي چوکاټ کې درلودلې او د جومات او مدرسې څخه نیولي بیا تر ښوونځي او پوهنتون پورې یې دغه لړۍ ته ادامه ورکړې ده  خو د رسمي شمیرو له مخې دغه هیواد په ۱۳۵۲ کې ۱۲ رسمي دارالعلومونه او مدرسې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې درلودې چې ۲۸۸ کسانو لیک لوست پکې کاوه. په ۱۳۵۷ کې د رسمي دیني مدرسو شمیره ۱۵ ته لوړه شوې چې ۳۰۶ طالب العمانو پکې زده کړه کوله او په ۱۳۸۰ کې د رسمي مدرسو شمیره ۲۲۲ ښودل شوې ده چې ۴۲۰۰۰ کسانو ته د ۴۸۳ استادانو له خوا پکې زده کړه ور کول کیده. له بلې خوا د دیني زده کړو زیات شمیر مینه والو به په جوماتونو کې د مروج دود له مخې د سیمې د مولوي صاحبانو، ملا املامانو، مدرسینو، عالمانو او روحانیونوڅخه د طالب العلم په نامه دیني زده کړې کولې او چې کله به یې د اسلامي کتابونو زده کړه تر یوې ټاکلې اندازې پورې و رسوله نو د فضیلت پګړۍ به یې په سر کړه او د ملا، مدرس، قاري، مولوي، مولانا او داسې نورو القابو به ښکلی شو او په دې به قادر وو چې د کلي امامت وکړي او شاګردان و روزي. د دې ډول غیر رسمي مدرسو شمیره په هیواد کې زرګونو ته رسیده او د افغانستان ډیر لوی لوی جوماتونه به د اسلامي علومو د تدرس مرکزونه ګرځیدلي وو. همدارنګه د  دیني زده کړو ځینې مینه وال به بهرنیو هیوادونو ته د اسلامي زده کړو د بشپړولو لپاره تلل چې دغه بهیر د جګړې په کلونو کې هغه مهال زیات شو چې افغانانو په زیات شمیر د ستر ناورین له کبله ګاونډیو هیوادونو ته هجرت وکړ. په همدې توګه د جهاد د مرحلې د پیل څخه وروسته یو زیات شمیر افغانان په دې و توانیدل چې مصر، سعودي عربستان او یو شمیر نورو عربي هیوادونو ولاړ شي او د نوموړو هیوادونو په پوهنتونونو او جامعاتو کې لوړې اسلامي زده کړې وکړې. د دیني زده کړو د بهیر په هکله د جګړې په کلونو کې هم مختلفې مرحلې تجربه شوې چې ځانګړې لیکنې ته اړتیا لري خو په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او انتخابي حکومتونو د راتګ سره سم دغې لویې تشې ته او بیا په ځانګړې توګه په وروستیو دریو کلونو کې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې زیاته پاملرنه شوې ده چې د ګرانو لوستونکو پاملرنه ورته را اړوم.

اوس مهال د اسلامي زده کړو د بهیر د پرمختګ لپاره د پوهنې په وزارت کې ځانګړی معینیت تشکیل شوی چې د ۹۰۰۰ په حدودو کې پرسونل لري او هڅې روانې دي چې د اسلامي تعلیماتو بهیر د ټول هیواد په کچه په بشپړه توګه د پوهنې په وزارت کې رسمي بڼه خپله کړي او د دیني زده کړو مینه وال اړ نه وي چې بهرنیو هیوادونو ته د دیني زده کړو په موخه ولاړ شي بلکي په خپل ګران هیواد کې د اسلامي علومو د تحصیل زمینه ورته برابره وي.

په افغانستان کې د ټولو هغو اسلامي تعلیمي موسساتو شمیر په ۱۳۹۱ لمریز کال ۷۷۶ ته رسیدلی دی چې د پوهنې په وزارت کې رسمیت لري او ۲۰۳۰۱۴ طالب العمان زده کړې پکې کوي چې ۱۰٪ یې ښځینه زده کوونکې او د ۵۴۳۹ تنو مدرسینو له خوا په زده کړه بوخت  دي. البته په دې مدرسو کې ۵۰ بابه دارالعلومونه، ۹۶ بابه دارالحفاظونه، ۵۲۶ بابه مدرسې او ۱۰۴ بابه یې الحاقیې دي.

د افغانستان په هر ولایت کې یو یو دارالعلوم تشکیل شوی دی خو په کابل کې دغه شمیره ۵، په هرات کې ۴، په بدخشان کې ۳ او په پنجشیر کې ۲ بابه ده چې او تر دې مهاله په هیواد کې ۲۴ بابه دارالعلومونو ته د ۲۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت نوي اساسي تعمیرات جوړ شوي او د پاتې تعمیراتو د جوړولو چارې روانې دي. البته د هر دارالعلوم تعمیر د تدریسي ، اداري، لیلیې، طعام خانې، جومات او د کمپیوټر د مرکز د ودانیو درلودونکی دی او ۵۰۰۰۰ محصلین یوازې په همدې دارالعلومونو کې زده کړې کوي.

د اسلامي تعلیماتو د تدریس په چارو کې ۴۵ کسان د مصر د عربي جمهوریت د الازهر  د پوهنتون شیوخ هم بوخت دي چې د افغانستان د پوهنې له بهیر سره د نوموړي هیواد له خوا افغانانو ته د اسلامي علومو په تدریسي چارو کې خدمت کوي. همدارنګه په ۱۳۹۱ کال کې یو باب دارالعلوم د نوي ستوري په نامه د ترکیې د امام خطیب په څیر یا ماډل په کابل کې تشکیل شوی چې د دیني مضمونونو تر څنګ خپلو طالب العمانو ته کمپیوټر، ساینس، عربي، ترکي او انګریزي ژبې هم ور زده کوي.

د دیني زده کړو نوی نصاب بشپړ او چاپ ته چمتو دی او دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دیني مدارسو ته نوی او منظم نصاب جوړ شوی دی. د دې نصاب ۴۰٪ برخه اسلامي تعلیمات، ۴۰٪ عمومي تعلیمات او ۲۰٪ به یې حرفوي زده کړې تشکیلوي. اوس مهال په دیني مدرسو کې د قرآن کریم، تجوید، حدیث شریف، تفسیر، فقه، منطق، صرف، نحو، عربي، پښتو، دري، ریاضي، کمپیوټر او اسلامي تربیې درسونه لوستل کیږي.

هڅه روانه ده چې د دیني زده کړو مدرسین د کدري معاشونو له سیستم څخه ګټه پورته کړي او د دوی د تحصیلي اسنادو د ارزیابۍ لپاره هم د پوهنې وزارت ځانګړی کمیسیون تشکیل کړی څو هغه اسناد د آزموینې له لارې ارزیابي کړي چې د هیواد څخه بهر اخیستل شوي دي. باید وویل شي چې د ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۹۰ پورې د ۵۰۰۰۰ کسانو څخه د ارزیابۍ امتحان اخیستل شوی چې د هغه له جملې څخه ۴۱۵۹ په آزموینه کې بریالي شوي دي. د بریالیو کسانو څخه ۳۴۲۴ کسان د ۱۲ ټولګي د فارغانو او ۷۳۵ کسان د ۱۴ ټولګي د فارغانو په توګه پيژندل شوي او تحصلیي اسناد یې د پوهنې د وزارت له خوا تصدیق شوي.
د پوهنې وزارت پلان لري چې د خپل پنځه کلن پلان له مخې تر ۱۳۹۳ کال  پورې د اسلامي تعلیماتو د مدرسو شمیر ۱۰۰۰ بابه مدارسو ته و رسوي. همدارنګه د طالب العلمانو شمیر به ۲۵۰۰۰۰ او د استادانو شمیر به یې ۸۰۰۰ کسانو ته لوړ شي. همدې موخې ته د رسیدو لپاره د پوهنې وزارت هر کال د ۱۰۰ نوو مدرسو جوړول په پلان کې نیولي دي چې د پلان سره سم سږ کال په سړو سیمو کې ۵۰ نوې مدرسې جوړې شوې او د هیواد په تودو سیمو کې د ۵۰ نوو مدرسو د جوړولو کار جریان لري.

په پام کې ده چې ډیر ژر به په جلال آباد او هرات کې د الازهر د پوهنتون یا جامعې څانګې د هغه توافق له مخې جوړې شې چې په ۱۳۸۹ کال د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د مصر له چارواکو سره لاسلیک کړی دی. همدارنګه د اسلامي مدرسو د نصاب د ښه کولو لپاره د عربي هیوادونو، دیوبند او الیګړ د اسلامي پوهنتون سره تماسونه نیول شوي دي څو د اسلامي تعلیماتو د یوه معیاري نصاب په هکله ورسره مشورې وشي او د هغوی له تجربو څخه ګټه پورته شي. همدارنګه د اسلامي هیوادونو په لړ کې د مصر د عربي جمهوریت، ترکیې، سعودي عربستان، قطر، کویټ او عمان سره د تعلیمي او ثقافتي اړیکو ټینګښت دوام لري څو د حقیقي اسلام د روح سره سم په هیواد کې د دیني زده کړو نصاب انکشاف و مومي او په اسلامي تعلیمي موسساتو کې پلی شي.

اخځلیکونه:

1.    د پوهنې د وزارت استراتیژیک پلان
2.    د پوهنې د ۱۳۹۰ کال د وزارت معلوماتي کتاب
3.    د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره مرکه