دپوهني وزارت یو بل نوښت; د پوهني وزارت ۷۰۱۸۲ ځوانانو ته دزده کړې زمینه برابره کړه

حفیظ احمد میاخیل
‏2012‏/4‏/24

دپوهني وزارت تل دا هڅه کړې چي هیوادوالوته دهیواد په بیلابیلو برخو کې د متوازنې زده کړي زمینه برابره کړي

دپوهني وزارت پرمختګونه دافغان دولت دمهمو لاسته راوړنو له جملي څخه شمیرل کیږي

دغه وزارت وتوانیده چې ورځ تربلې د پوهني سکتور ته دکیفيت او کميت له اړخه پرمختګ ورکړي

دپوهني وزارت وشو کولای چې دتیرو څوکلونو په بهیر کي دښځینه زده کوونکو په ګډون میلیونونو ماشومانو ته چې دزده کړې له نعمته بي برخې پاتي و دزده کړې زمینه برابره کړي دکال په تیریدو سره ډیر شمیر ماشومان د پوهني له نظام سره یوځای کیږي  د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د هغو زده کوونکو لپاره په زرګونو ښوونځي جوړ شول چې پرته له سرپناه نه یې زده کړي ترسره کولي .

د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره یې ډیر مهم پروګرامونه رامنځ ته شو او همدارنګه د ښوونکو د روزنې لپاره په ټول افغانستان کې دراالمعلمینونه جوړ شو .

ډیر شمیر ښوونکي په دندو وګمارل شول او د رتبو او معاشاتو په سیستم کې شامل شول همدارنګه زرګونو  ښوونکو ته دهستوګني نمري وویشل شوي  
دزرو په شاوخوا کې تړل شوي ښوونځي بیرته پرانستل شوهمدارنګه دنړیوالو معیارونو سره برابر نوی تعلیمي نصاب رامنځ ته شو او په میلیونونه درسي کتابونه چاپ او توزیع شول

دپوهي وزارت د هڅو او بریایو په پایله کې افغانستان د پوهنې دنړیوال مشارکت غړیتوب (Global partnership for education) ترلاسه کړ د غه مشارکت د پوهنې وزارت سره د ۵۵،۷ میلیونو ډالرو د مرستي ژمنه وکړه

دغه مرستي به دراتلونکو دریو کلونو لپاره د ۱۳ ناامنو ولایتونو په ۵۵ ولسوالیو کې ولګول شي

ددې غړیتوب په ترلاسره کولو کې به د زده کوونکو شمیر د۸،۴ ملیونو څخه ۱۲ میلیونوته ډیر شي

ددغه پروګرام په مرسته به ۳۰۰ ښځینه استادان وروزل شي او کلیوالو سمیو ته به د ښوونکو په توګه واستول شي ، ۱۴ زده ښځینه زده کوونکي به ددغه پروګرام څخه مستفید شي او ۶۳ هزار هغه زده کوونکي چې زده کړې ته لاسرسۍ نه لري د زده کړې زمینه برابره شي

دکانکور له ازمویني څخه هرکال په زرګونو ځوانان بی نتیجي پاتي کیدل چې بې له شکه دا دافغان دولت په مخ کې یوه مهمه ننګونه وه چې په خوشبختۍ سره د پوهني وزارت و کولای شو چې دغې ننګونې ته دحل لار پیدا کړي  

ډیری دغه ځوانان د زده کړې له نعمته بې برخي پاتي کیدل چې حتی ځیني یې په غیر قانوني ډول مهاجرتونو ته اړ کیدل چې داخپله دافغان دولت لپاره یوه لویه ستونزه وه  خو دپوهني وزارت و شو کولای چې دغې ستونزې ته د حل لار پیداکړي نو د پوهني وزارت دخپلو ټولو هڅو او امکاناتو نه په ګټي اخیستني سره هڅه کړې چې  په  ۱۳۹۱ کال کې   ۷۰۱۸۲  تنه  زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برا بره کړي

د پوهني وزارت د مسولینو په هڅي او هاند سره چې تحولیخاني او پیاده خاني یې په درسي خونو بدل کړ او د اضافي جذب زمینه یې برابره کړه ترڅو زمونږ ځوانان د زده کړې له نعمته بي برخي پاتي نه شي نو دغو زده کوونکو ته په کابل اوولایتونو کې په لاندې دریو څانګو کې د جذب زمینه برابره کړه
تخنیکي او مسلکی زده کړې :   د جذب شمیر  ۳۰۱۸۲

اسلامي زده کړې : دجذب شمیر ۱۰۰۰۰

د ښوونکو روزنه او د تعلیمي نصاب پرمختګ : دجذب شمیر ۳۰۰۰۰

پوهنه دیو هیواد دپرمختګ بنسټ جوړوي دپوهني وزارت دغه نوښتونه او لاسته رواړني چې په تیرو څو کلونو کې رامنځ ته شوي نه دا چې د لنډ مهال لپاره یوه عمده لاسته رواړنه ده بلکې داوږد مهال لپاره هم یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کیږي  اود هیواد د راتلونکي نسل لپاره به ډیر ګټور وي