خبرونه

  • تخار کې د معارف اړوند ۷ پروژې پرانېستل شوې

    کټه ګورۍ: عمومي

    د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د معارف اړوند ۷ بشپړې شوې پروژې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې. په دغو پروژو کې ۵ ښوونځي، یو دارالعلوم او د لس بابه ښوونځيو د احاطې دېوالونه شامل دي، چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی....

  • د لوګر د هلکانو ښوونځیو زده کوونکو ته نوی یونیفورم غوره شو

    کټه ګورۍ: عمومي

    د لوګر د پوهنې ریاست له خلکو سره تر سلا مشورو وروسته د هلکانو ښوونځیو زده کوونکو ته نوی یونیفورم جوړ کړی. یاد یونیفورم، چې آبي رنګ لري له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ټولو زده کوونکو ته د جامو په بڼه یو شانته انتخاب شوی دی. دغه یونیفورم د...

  • لغمان کې د زده کوونکو د ساینسي تجربو نندارتون جوړ شو

    کټه ګورۍ: عمومي

    د لغمان ولایت د مرکز اړوند د څلورو ښوونځيو د یو شمېر زده کوونکو د ساینسي مضامینو د علمي تجربو نندارتون جوړ شو. په یاد نندارتون کې د زده کوونکو په لاس بېلابېل جوړ شوي توکي نندارې ته ایښودل شوي دي. یاد پروګرام د شهید ډاکتر عبدالله لغماني...

  • د سړو سیمو ښوونځيو د کلنیو آزموینو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

    کټه ګورۍ: عمومي

    د سړو سیمو د کلنیو آزموینو په اړه د پوهنې وزارت د پخوانۍ خبرتیا په تعقیب لیدل کېږي، چې د یادو سیمو ډېری ښوونځيو د قوس (لیندۍ) میاشتې لومړۍ نېټې ته آمادګي نیولې وه. له همدې امله د ولایتونو د پوهنې ریاستونو او د زده کوونکو د والدینو غوښتنو ته په پام...

  • د میلاد النبي ﷺ په مناسبت د پوهنې د سرپرست وزیر پیغام

    کټه ګورۍ: عمومي

    د میلاد النبي ﷺ په مناسبت د پوهنې د سرپرست وزیر پیغام خوښ یم، چې د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد ﷺ د مبارک میلاد د رارسېدو له امله خپل او د پوهنې وزارت د مشرتابه نېکې هیلې او مبارکۍ ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغانستان مومن او مسلمان...

  • لوګر کې د سواد زده کړو کورسونو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي

    کټه ګورۍ: عمومي

    په لوګر ولایت کې نالوستو کسانو ته د لیک لوست زده کړې د تازه جوړو شویو ۲۰ کورسونو لپاره د ښوونکو د ګومارنې آزموینه واخېستل شوه. یاد ښوونکي د پوهنې وزارت د لیک لوست معینیت د لارښوونې له مخې د افغان ایډ په نامه د پوهنې د یوې مرستندویه موسسې...

  • لغمان کې ۱۵۰ تنو ښوونکو ته بېلابېل ورکشاپونه جوړ شول

    کټه ګورۍ: عمومي

    د لغمان ولایت د مرکز او قرغیو ولسوالۍ اړوند ۷۱ تنو ښوونکو او مدیرانو ته د روښان عالي لېسه کې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. یاد ورکشاپ چې د اې.سي.آر موسسې په مالي لګښت جوړ شوی پکې د بېلابېلو ښوونیزو مسایلو په تړاو ګډونوالو ته مالومات ورکول...

  • د ملالۍ لېسې ودانۍ پرانېستل شوه او ورزشي لوبډلې یې وستایل شوې

    کټه ګورۍ: عمومي

    د کابل ښار د ملالۍ عالي لېسې ودانۍ، چې د تېر کال سلواغې میاشتې د صدارت څلور لارې په چاودنه کې زیانمنه او تخریب شوې وه تر بیا رغونې وروسته نن یکشنبه پرانېستل شوه. د یاد ښوونځي پر بیارغونې او ترمیماتي چارو شاوخوا لس میلیونه افغانۍ لګښت...

  • هلمند کې ۷۰ تنه ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

    کټه ګورۍ: عمومي

    د هلمند ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ۷۰ تنو ښځینه قراردادي ښوونکو ته د پرموټ ادارې له لوري د ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د بېلابېلو ښوونیزو مسایلو په تړاو روزنه ورکول کېږي. هلمند کې د پروموټ ادارې...

  • څلورو تنو ښوونکو ته دولتي عالي مډالونه ورکړل شول

    کټه ګورۍ: عمومي

    کابل – پوهنې وزارت د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د کابل، کنړ او کاپیسا ولایتونو څلورو تنو ښوونکو ته د "ملالۍ" او "میربچه خان" عالي دولتي مډالونه ورکړل. پوهنې وزارت د ښوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو...