خبرونه

  • مطبوعاتي اعلامیه

    کټه ګورۍ: عمومي

    په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پکتیا ولایت د ارګون ولسوالۍ د بالیشو کلي د زرابي د نجونو ښوونځی د علم او پوهې د دښمنانو له لوري سوځول شوی دی. په یاده پېښه کې د ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې او ټول اداري او تدریسي اسناد او وسایل (مېز، څوکۍ، خیمې...

  • ننګرهار کې ۱۱ ښوونځي بیا پرانېستل شول

    کټه ګورۍ: عمومي

    پوهنې وزارت – ننګرهار: د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او مهمند دره ولسوالیو کې ۱۱ بابه ښوونځي چې له څه مودې راهیسې د امنیتي ستونزو له امله تړلي وو، بیا پرانېستل شول. د یادو ښوونځيو له ډلې ۸ بابه په بټي کوټ او درې بابه په مهمند دره ولسوالۍ...

  • پټان کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

    کټه ګورۍ: عمومي

    د پکتیا ولایت په سرحدي پټان ولسوالۍ کې د پټان د نجونو ښوونځي نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پیل شوې. ښاغلي ځاځي د یاد ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې...

  • د پوهنې لومړنی ملي سمپوزیم جوړ شو

    کټه ګورۍ: عمومي

    د افغانستان د پوهنې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې په ګډو هڅو د پوهنې لومړنی ملي سپموزیم د لویې جرګې د غونډو په تالار کې جوړ شو. دغه سمپوزیم، چې د پوهنې د سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي، لوړ پوړو دولتي چارواکو، د پوهنې د ولایتي...

  • ننګرهار کې روټري بنسټ زرګونه زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې

    کټه ګورۍ: عمومي

    د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د روټري بنسټ (Rotary Foundation) له غړې فري موني سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې اترې وکړې. ښاغلي شینواري په ننګرهار کې د روټري بنسټ د هغو خدمتونو او هلو ځلو ستاینه...

  • تیکا له پوهنې وزارت سره د همکاریو دوام او پیاوړتیا ته چمتووالی وښود

    کټه ګورۍ: عمومي

    پوهنې وزارت – کابل: په افغانستان کې د ترکیې د همکاریو موسسې (تیکا) په راتلونکي ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې له پوهنې وزارت سره د همکاریو د دوام او پیاوړتیا خبر ورکړ. د تیکا موسسې رییس "رجائي قلنچ" د پوهنې وزارت له سرپرست ډاکټر محمد...

  • ډاکټر بلخي: ښوونځي به د معلوماتي ټکنالوژۍ پر سیستمونو سمبال شي

    کټه ګورۍ: عمومي

    پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د آلمان د برلین پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز له رییس نذیر پېروز سره په لیدنه کې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر سیستمونو د ښوونځيو د سمبالېدو خبر ورکړ او په دې برخه کې د اړوندو...

  • د پوهنې وزارت سرپرست د افغانستان له ربات جوړونکو نجونو سره په لیدنه کې په هېواد کې د علمي تحول پر رامنځ ته کولو ټینګار وکړ

    کټه ګورۍ: عمومي

    پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د افغانستان له ربات جوړونکو نجونو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په هېواد کې د رباتیک علم پر ودې او پراختیا د ټینګار ترڅنګ له یادې ډلې د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه. په دغه...

  • زده کړو ته د نجونو د هڅونې په پار شپږ بېلابېل پروګرامونه پلي کېږي

    کټه ګورۍ: عمومي

    د هلمند د پوهنې ریاست د یونیسف موسسې په مالي مرسته شپږ داسې بېلابېل پروګرامونه پیل کړي، چې له مخې به یې هغه نجونې چې ښوونځيو ته نه ځي او یا یې هم کورنۍ اجازه نه ورکوي زده کړو ته وهڅول شي. په دغو پروګرامونو کې د رسامي، شعر او شاعري، سپورټ،...

  • لوګر کې د حامد کرزي لېسه بیا ورغول شوه

    کټه ګورۍ: عمومي

    د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د حامد کرزي د هلکانو لېسې د بیارغاونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه. د یادې لېسې ودانۍ د ۶۴۰۹۸۴ افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایي بودجې څخه بیا رغول شوې ده. د حامد کرزي د هلکانو لېسه...