په افغانستان کې د سواد زده کړې دکچې دلوړولوپروګرام

په افغانستان کې د سواد زده کړې د پراختیا ملي کنفرانس د پوهنې د وزیر ښاغلي فاروق وردګ، د سویډن سفیر پیتر سمیبي، په افغانستان کې د یونسکو د ښوونې او روزنې مسوولې میرمن یوکیکو مستویوشی، لوړ پوړو دولتي چارواکو او یو شمیر بهرنیو مېلمنو په ګډون په کابل کې پرانېستل شو.
 
د سواد زده کړې د پراختیا لپاره په جوړ شوي ملي کنفرانس کې سویډن له پوهنې وزارت سره   د ۹،۳ میلیون ډالرو (۵۰۰ میلیونه افغانۍ) مرستې ژمنه وکړه. دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د یونسکو د ادارې لخوا په افغانستان کې د سواد زده کړې دپروګرام په پراختیا او پیاوړتیا ولګول شي. 
 
د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ کنفرانس ته په پرانېستونکې وینا کې وویل، چې پوهنې وزارت له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره جدي مبارزه کړې او په دې برخه کې یې پام وړ لاسته راوړنې درلودلي دي.
 
د پوهنې وزیر وویل« همدا اوس د وزارت د پلان شویو پروګرامونو سره سم شاوخوا ۷۷۰ زره کسان دا مهال د سواد زده کړې په نژدې ۳۱ زره کورسونو او ۷۸ ښوونځيو کې پر لیک لوست بوخت دي.»
 
د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې له تېرو دولسو کلونو راهیسې ۲،۶ میلیونه کسانو د سواد زده کړې په کورسونو کې لیک لوست یاد کړی او په راتلونکو ۷ کلونو کې به پوهنې وزارت وکړای شي، چې په هېواد کې د بېسوادۍ سلنه څو برابره را راټیټه کړي.
 
ښاغلي فاروق وردګ په هېواد کې د بېسوادۍ د له منځه وړلو  د ستراتیژۍ ځينې مهم ټکي د کنفرانس ګډونوالو ته په ګوته کړل او ویې ویل:« په ټول هیواد کې د  سواد زده کړې د پروګرمونو د انکشاف او عملي کیدو په موخه د سیا سي او ټولنیز ملاتړ را جلبول ، په دغه پروګرام کې د عاموخلکو را ګډول او هغوی ته د پروګرام د مالکیت د حس ور کول ، د سواد زده کړې پروګرامونو ته د ټولو هېوادوالو متوازن لاس رسی، د سواد زده کړې په کورسونو کې د مسلکي ښوونکو ګمارل، د عمومي او سواد زده کړې مرکزونو ،حر فوي زده کړو  او دارنګه د رسمي او غیر رسمي زده کړو  ترمنځ د همغږۍ را منځ ته کول او د سواد زده کړې له پروګرامونو پر وخت او دقیقه څارنه ددې ستراتیژي عمده برخې جوړوي. 
 
وروسته د سویډن سفیر پیتر سمیبی په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې شوي پرمختګونه د پام وړ وبلل او ژمنه ويې کړه، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سواد زده کړې د پراختیا او بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره له پوهنې وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
هغه و ویل چې په افغانستان کې د سواد زده کړې د پراختیا دملي  پروګرام په لړ کې  له ۲۰۰۸ کال را هیسې څه باندې ۶۰۰ زره کسا ن باسواده شویدي چې ۶۰ په سلو کې یې میرمنې دي . 
 
د سواد زده کړې د پراختیا لپاره په جوړ شوي ملي کنفرانس کې د تکواندو افغان اتل  نثار احمد بهاوي د سواد د سفیر په توګه وټاکل شو.