بیانیهء جلالتمآب وزیر صاحب معارف به مناسبت روز جهانی معلم

الحمد لله و کفی و الصلا و السلام علي عباده الذین الصطفی، اما بعد!  فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم،

 د انبیآ علیهم سلام د مقدسی لارې ریښتینو پیروانو او وارثانو-  د زحمتکش او صبور ولس رښتینو معمارانو - د انساني ارزښتونو پالونکو او بشري سرچینو بنسټګرو  -زړه سواندو او هڅاندو ښونکو  -د پوهنې ټولو مینه والو  -ګرانو زده کونکو   -د مطبوعاتو قدرمنو استازو - د پوهنې وزارت قدرمنو منسوبینو او درنو هیوادوالو:

السلام علیکم و رحمته الله و برکاته

د ډیرې خوشحالۍ او سعادت احساس کوم چې نن  د ښونکي د بختورې او نیکمرغه نړیوالې ورځې د لمانځلو او د ښونکی لوړ مقام ته د ارج ګذارۍ په خاطر ددې تدویر شوي محفل قدرداني کوم او ستاسو ټولو قدرمنو تشریف راوړو ته هرکلۍ وایم.

ګرانو ښونکو هر چیرې چې یاست – ستاسو دا نیکمرغه او شانداره ورځ مو مبارک شه.

ښونکی د داسې عالي او سپیڅلي مقام او ځانګړي عزت خاوند دی چې د اسلام ستر لارښود او پیغمبر حضرت محمد (ص) د هغه مقام په خپل حدیث شریف کې داسې بیان کړی دی.

انما بعثت معلماً!! د ښوونکي د مقام لپاره تر دې لوی ثبوت څه کیدای شي؟ نن تاسو ګران ښونکي ددغه ویاړمن لقب او درانه مقام خاوندان یاست.

د تعلیم او تعلم د عالي مقام څخه تر دې زیات ثبوت څه کیدای شي چې الله (ج) خپل قدرمن او محبوب پیغمبر حضرت محمد (ص) ته خپل لومړی خطاب د زده کړې په عنوان شروع کړ او داسی یې وفرمایل: بسم الله الرحمن الرحیم،   اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ

درنو حضارو او قدرمنو ښونکو!

په دې کې شک نشته چې زمونږ د هڅاندو ښونکو او مسولینو  د هڅو او زیار په نتیجه کې د افغانستان د پوهنې نظام د بې ساري  پرمختګ په یوه تاریخي پړاو کې قرار لري، د بیلګې په توګه د پوهنې نظام په پنځو نړیوالو تعلیمي مشارکتونو د رقابت په پایله کې غړیتوب لاسته راوړل یادولی شو. دغه جهاني مشارکتونه په لاندې ډول دی:

اول: مشارکت جهانی برای تعلیم یا GPE

دوم: عضویت صندوق جهانی برتانیا برای چالش تعلیم و تربیه دختران یا Global Girls' Education Challenges Fund

سوم: ابتکار دبیرکل سازمان ملل تحت عنوان- تعلیم جهانی اولتر از همه یا Global Education First

چهارم: اطاق تعلیم سازمان ایالات متحده امریکا برای انکشاف بین المللی یا .Room to Learn

پنجم: عضویت سازمان تعلیم یافته ساختن یک طفل کشور قطر یاEducate A Child

 او همداشان زموږ د پورته مدعا ثبوت دا دی چي په 1392 کال کې 10,5 ملیونه زده کونکي، طالب العلمان او محصلین د 210,000 استادانو، مدرسینو او ښونکو لخوا په 16,600 تعلیمي موسسو کې په معیاري زده کړه بوخت دي.

ددې څخه علاوه مو د پوهنې نظام د لا پرمختګ او وسعت لپاره د راتلونکو لسو کلونو لپاره په جهاني معیارونو برابر پلان جوړ کړی، چې د بین المللی تعلیمی نهادونو لخوا قبول شوی او د هغه د تمویل لپاره مو مطمئنې او مستمرې سرچینې پیدا کړې دي.

د معلمینو د تحصیل د  مراکزو شمیر مو له 4 څخه 288 ته اوچت کړی،په دې تعلیمي نهادونو کې مو د محصیلینو شمیر له 400 څخه  68,000  تنوته لوړ کړی او 173,000 تنه ښونکي د رتبو او معاشاتو په نوي سیستم کې شامل شوي دي. همدا راز مو 180,000 تنه ښونکو 4 اونیز مضموني او 3 هفته یي د پیداګوژي کورسونه برابر کړي او 106,000 تنو ښونکو ته مو یوه یوه نمره رهایشي ځمکه توزیع کړې، د ښځینه او ناامنه سیمو دواړه نارینه او ښځینه معلمینو ته مو نور استثنایی امتیازونه برابر کړي دي‎.

 

حضار گرامی!

در پهلوی دست آوردهای چشمگیر، نظام معارف کشور با یک سلسله چالشهای جدی نیز مواجه می باشد، که یکی آن کمبود معلمین مسلکی می باشد. برای فایق آمدن براین چالشها، ما دست به یک سلسله اقدامات زدیم که در آینده بسار نزدیک نتایج آن به همه ملت عزیز ما هویدا خواهد شد.

ما در پهلوی اقدامات خویش،  از ادارات دولتی و غیر دولتی و ملت رنجیده خویش تمنا دارم تا در گسترش و تعمیم متناسب و متوازن تعلیم با ما همکاری نماید و حد اقل صد راه ارتقآ تعلیم نگردد.   

از منسوبین معارف می خواهم تا در اخذ حقوق تعلیم اقدامات جدی نمایند.

متاسفآنه راه شمولیت 36,000 تن از منسوبین معارف در سیستم جدید رتب و معاشات هنوز هم مسدود گردیده است.

(1) ما از نهادهای زیربط خواهشمندیم، که دست از دشمنی و مخالفت با نظام معارف برای خواسته های نا مشروع شان بردارند.

(2)  از مقامات محلی بخصوص والی صاحب ها محترم صمیمانه ولی مجدانه خواهش میکنم، که در تطبیق حکم رئیس جمهوری اسلامی افغانستان از کار شکنی دست بردارند و شهرک های معلمین را در زودترین فرصت به معلمین مستحق توزیع نمایند.

(3) از معلمین عزیز خواهشمندیم که مقام والای خویش را مقام با مسولیت و سنگین دانسته، مسئولانه در تربیه اولاد این وطن کوشا باشند تا هر شاگرد این وطن یک مسلمان خوب، افغان خوب، هنر پیشه خوب و متخصص خوب گردد.

(4) از مسئولین معارف جدآ تمنا دارم که عنصر شرمناک فساد اداری و اخلاقی را از دامن پاک معارف و از خانواده مقدس معارف بیرون نماید و کاملآ به حیث کارمندان مسلکی با شفافیت عام و تام و بی طرفی کامل وظایف محوله خویش را انجام دهند.

(5) اتهامات که از جانب حلقات مشخص به دامن پاک معارف بسته می شد، لله الحمد یکی پی دیگر دروغ و بی مورد ثابت می شوند.  

برادران و خواهران عزیز!

وزیر معارف برای انتخابات ریاست جمهوری 1393 کاندید نمی باشد و به مراتب ترجیح می دهم که خادم معارف باشم و این وظیفه مقدس و عبادت ارزشناک را تا وقتی خدا خواسته باشد ادامه دهم. همچنان رئیس جمهوری اسلامی افغانستان که من عضو متعهد تیم شان هستم نیز کاندید نمی باشد.

پس تمام کاندیدان عزیز دیگر دوست و همکار ما اند و احترام یکسان همه ایشان را داریم ولی هیچکدام انها فکر جهت گرفتن معارف را به نفع یکی یا دیگری نداشته باشد.

معارف بحیث یک نهاد عظیم و سکتور عامه زیربنایی 100 فیصد مسلکی و کاملآ بی طرف خواهد ماند.   ما به هیچکس اجازه نخواهیم داد تا دامن معارف را در کشمکش های کمپاینی خویش بکشاند. البته خواهش من از همه منسوبین واجد شرایط اینست که به همانطوری که توسط قلم، کتابچه و کتاب وطن خویش را آباد میسازید، با استفاده از رای خویش نیز اینده وطن تانرا درخشان سازید و به هر کاندیدکه نزد شما خدا دوست و وطن دوست معلوم می شود رای دهید.

از توجه همه شما جهان سپاس

اقول قولی هذا و استغفرالله لی

و لکم و لسائر المسلمین