ځاځي آریوب کې یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ په شوخېل دره کې د حسن الګډه منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځب وایي، چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د موسم له برابرېدو سره سم به یې رغنیزې چارې پیل شي.
یاده ودانۍ به د احاطې دېوال او نورو آسانتیاو ترڅنګ ۶ درسي ټولګي او دوه اداري خونې ولري.
ښاغلي ځاځي د ودانۍ د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سیمې خلکو ته په خبرو کې ټینګار وکړ، چې دولت د ټولو امکاناتو په کار 

اچولو سره د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه اړولې او هڅې دادي، چې ټول ماشومان په ځانکړي ډول نجونې باکیفیته زده کړو ته لاسرسی ومومي.

د پوهنې رییس دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د ودانۍ د ساتلو ترڅنګ خپل اولادونه د یوې ښې راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.