کندهار کې د اساسي قانون د تصویب اونۍ ونمانځل شوه

د کندهار ولایت د پوهنې ریاست د اساسي قانون د تصویب اونۍ او په ښوونځيو کې د څارندوی د پیاوړتیا په موخه یوه پراخه غونډه جوړه کړه. دغه غونډه د پوهنې ریاست د شهید محمد انور خان د غونډو په تالار کې د مرستیال والي حاجي آغا لالي دستګیري، د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون، د ولایتي شورا د غړو، مدني فعالانو، د ښوونځيو آمرینو، ښوونکو او د څارندوی سلګونو زده کوونکو په ګډون جوړه شوې وه. 
د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون د اساسي قانون د تاریخچې او په ټولنه او ادارو کې د پلي کېدو د اهمیت په تړاو د غونډې برخوالو ته مالومات ورکړل. ښاغلي پیوستون په ښوونځيو کې د څارندوی د موثریت او دندو په اړه هم خبرې وکړې او د څارندوی له ښوونکو او زده کوونکو یې وغوښتل، چې د اساسي قانون په اړه اړین مالومات تر ټولو زده کوونکو ورسوي. 
هغه د څارندوی له ټیمونو دغه راز غوښتنه وکړه، چې په ښوونځيو کې د نظم راوستلو په برخه کې خپل مهم رول په ښه ډول ادا کړي او پرې نږدي، چې د ښوونځيو چاپېریال او زده کړیز بهیر بې نظمه شي. 
په ټولنیزو چارو کې د کندهار مرستیال والي آغا لالي دستګیري هم یادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال یادونه وکړه، چې ټول باید په ګډه هڅه وکړو چې دغه ملي وثیقه په ښه ډول پلې او د خلکو د عملي ژوند برخه وګرځو. 
د اساسي قانون د تصویب اونۍ په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د ولایتي شورا استازو، د عدلیې ریاست سرپرست او یو شمېر مدني فعالانو هم خبرې وکړې او د اساسي قانون پر اهمیت او په ادارو او ټولنه کې د هغه پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده، چې د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې ټولو ولایتي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د اساسي قانون د تصویب اونۍ په خپلو اړوندو ادارو او ښوونځيو کې په ښه ډول ونمانځي او د یاد قانون او د هغه د اهمیت او ارزښت په اړه د پوهنې کارکوونکو او زده کوونکو ته اړین مالومات ورکړي.