لوګر کې ۸۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت په اړوندو شپږو ولسوالیو کې به په راتلونکي نوي ۱۳۹۸ ښوونیز کال کې د ۸۳ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.
یاد ښوونځي د ولسمشر محمد اشرف غني له ژمنې سره سم د اقراء پروګرام له لارې د ۳۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د نوموړو ښوونځیو د جوړېدو عملي چارې د راتلونکې کب یا حوت میاشتې په ۱۵ مه نېټه پیلېږي او د شپږو میاشتو په ترڅ کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
د دغو ښوونځیو له جملې څخه، ۲۴په محمدآغې، ۱۶په ازرې، ۱۵په بره کي برک، ۱۴په څرخ، ۹ په خوښۍ او پاتې ۵ ښوونځي په خروار ولسوالۍ کې جوړېږي.
د یادو ښوونځیو لپاره ځمکې تثبیت شوي، درې ډوله نقشې ورته ډېزاین شوي، چې شپږ، اته او لس ټولګيو درلودونکې ودانۍ دي.
لوګر ۳۱۳ ښوونیز مرکزونه لري، چې د نوموړو ښوونځیو په جوړېدو سره به د ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو شمېر ۳۰ ته را ټیټ شي. 
له بل لوري د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادو ښوونځیو جوړېدل د لوګر لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بولي. 
هغه وایي، په لوګر کې د زده کوونکو شمېر د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوی ځکه د ښوونځیو ودانیو جوړېدو ته اړتیا ډېره شوې ده. 
د لوګر د پوهنې ریاست په پلان کې لري، چې تر راتلونکو دریو کلونو خپلو ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.