د افغانستان په تعلیمي نصاب او ادبیاتو کې د علامه اقبال د مقام په اړه غونډه جوړه شوه

پوهنې وزارت – کابل: د افغانستان په تعلیمي نصاب او ادبیاتو کې د علامه اقبال د مقام په اړه د پوهنې د سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون غونډه جوړه شوه. یاده غونډه د هېواد د تعلیمي نصاب په پیاوړتیا کې د علامه اقبال له افکارو د ګټې اخیستو په موخه جوړه شوې وه. 
د پوهنې سرپرست وزیر د ښوونې او روزنې په برخه کې د اقبال فکر یو بریالی تعلیمي موډل وګاڼه او د تعلیمي نصاب په پیاوړتیا او پراختیا کې د هغه له فکر او لیدلوري څخه پر ګټې اخیستلو ټینګار وکړ. ښاغلي بلخي یادونه وکړه، چې په هېواد کې یوه معیاري معارف ته رسېدل په تعلیمي نصاب کې د اقبال له افکارو ګټه اخیستل دي. 
د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب او ښوونکو د روزنې مرستیال ډاکټر اسدالله محقق جهاني هم په دې غونډه کې د تعلیمي نصاب په بیا کتنه کې د علامه اقبال له افکارو څخه د استفادې او ګټې اخیتسلو خبر ورکړ. 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال فاضل سنچارکي د هېواد په تعلیمي نصاب کې د اقبال افکارو ته د پاملرنې له امله له پوهنې وزارت څخه مننه وکړه او ددې ترڅنګ یې په ښوونځيو کې پر اقبال پېژندنې هم ټینګار وکړ. 
د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر سید مخدوم رهین هم ټینګار وکړ، چې د اقبال له افکارو څخه ګټه اخیستل به د هېواد تعلیمي نظام لا پیاوړی کړي.