د ولایتونو د تعلیمي نظام د پیاوړتیا په تړاو وروستۍ کړنې له قندهاري مشرانو سره شریکې شوې

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د کندهار ولایت له یو شمېر مشرانو او په ولسي جرګه کې ددې ولایت له استازي خالد پښتون سره په لیدنه کې د یاد ولایت د پوهنې اړوندو ستونزو پر حل جدي ټینګار وکړ. ښاغلي بلخي په دې لیدنه کې یادونه وکړه، چې د ولایتونو د پوهنې وضعیت ته یې جدي پاملرنه اړولې او په دې برخه کې به کوټلي ګامونه واخلي.
ډاکټر بلخي په ولایتونو کې معیاري معارف ته د رسېدو لپاره د پوهنې وزارت له مهمو اقداماتو څخه د ولایتي رییسانو مالي او اداري صلاحیتونو ډېرول، تشکیلاتي اصلاحات، له خیالي ښوونځيو او ښوونکو سره مبارزه، په تعلیمي سکتور کې له فساد سره مبارزې ته جدي پاملرنه، د نجونو له زده کړو ملاتړ، د ښوونځيو د تعمیرونو او درسي کتابونو د کمښت ستونزې هواری او یو شمېر نور یاد کړل. 
د پوهنې وزارت سرپرست دغه راز له خیالي ښوونځيو او ښوونکو سره د مبارزې په برخه کې د احصائیې له مرکزي اداري سره د یوې ګډې طرحې د جوړېدو، چې پر مټ به یې د ښوونځيو او ښوونکو ټول مالومات په بایومتریک ډول ثبت شي؛ هم خبر ورکړ. ښاغلي بلخي په یاده لیدنه کې د دیني مدرسو د تعلیمي نصاب د بیاکتنې یادونه هم وکړه او د عصري علومو ترڅنګ یې د دیني علومو پر وده او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د پوهنې وزارت سرپرست د قندهاري مشرانو د پوهنې اړوند ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د یادو ستونزو د حل په اړه به جدي او هر اړخیز اقدامات وکړي. 
د قندهار ولایت مشرانو دغه راز په دې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې په یاد ولایت کې به د معارف د ودې او پیاوړتیا لپاره هر ډول مرسته او همکاري وکړي.