دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې دزده کوونکو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې!

دڅلور نیم میاشتنیو ازموینو د پیل په مراسموکې چې د سره رود ولسوالۍ دچارباغ صفا د نجونو په لیسه کې جوړ شوي و دپوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته په بریالیتوب سره د ښوونیز کال د څلور نیمو میاشتو درسي بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسیدوله امله مبارکي وویله او دهغوې له کورنیو نه یې هم مننه وکړه چې دوې ته یې د زده کړو تر سره کولو زمینه برابره کړه. پوهنې ریس همدار راز دښځینه ښوونکو نه ځانګړې مننه وکړه چې په خورا سختو شرایطو کې یې هم خپلې دندې په میړانه او سپیڅلتیا ترسره کړې.
دننګرهار دپوهنې ریس په پوهنې ریاست کې د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو هم زده کوونکي او ښوونکي خبر کړل ویې ویل که ټول په ګډه لاسونه ورکړولاسته راوړنې به مو تر دې هم زیاتې وي.هغه دسیمې په مشرانو غږ وکړ چې د خپلو اړوندو ښوونځیو سره په هره برخه کې چې کولاې شي مرسته وکړې .نوموړي وویل له ښوونځیو سره مرسته ستاسو د خپلو اولادونوسره مرسته ده. دپوهنې ریس دبیلګې په توګه د هغه ډاکتر د مرستې یادونه وکړه چې دخپل کتنځي دیوې ورځې فیس په پییسو یې د چارباغ صفا دنجونو لیسی سره د بوټو او د څښاکو اوبو د برابرولو په موخه د واټر پمپ او نورو توکو مرسته کړې وه.
دننګرهار د پوهنې ریس د سره رود له ولسوال، امنیتی چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو هم مننه وکړه چې دا ولسوالي یې د پوهنیز بهر له پلوه مثالي ولسوالي ګرځولې ده.
بیا د سره رود ولسوال سید علي اکبر سادات خبرې وکړې ویې ویل ددې ولسوالۍ ټول پرسونل شپه او ورځ کار کوی چې دلته امنیت خوندي او ددې ولسوالۍ اوسیدونکي ټول به ارامه فضا کې خپلې چارې تر سره کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې په دې ولسوالۍ کې به پوهنیز بهیر ته لا خپله پاملرنه زیاته کړي او چاته به ددې بهیر د ګډوډولو اجازه ورنکړي. 
په پاې کې حاجې محمد انور اکرام دقومونو په استازیتوب او مولوي عزیز الرحمن د دینی عالمانو په استازیتوب هم معارف سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د۱۳۹۷-۹۸ ښوونیز کال د تودوسیو د زده کوونکو څلور نیم میاشتنې ازموینه په (۵۳۸) ښوونځيو کې اخیستل کیږي چې (۴۵۹۳۱۳) تنه زده کونکي چې (۲۵۷۵۱۳) تنه یې نجونې دي په دې ازموینه کې برخه لري .دا ازموینه د(۱۱۵۰۲) تنو ښوونکوله لورې چې (۱۷۵۱) تنه یې میرمنې دي اخیستل کیږي.