شاجوی کې د یو منځني ښوونځي د جوړېډو چارې پیل شوې

د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د بارخېلو منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. په دغو مراسمو کې د زابل د پوهنې ریاست مسوولینو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو. 
د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې یاد ښوونځي ته د ښارجوړونې او ځمکو وزارت له لوري نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړېږي، چې لس درسي ټولګي، احاطوي دېوال، عصري تشنابونه، د اوبو رسونې سیستم، د زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ او نورې اړوندې اسانتیاوې به ولري. پر دې ودانۍ څه باندې ۱۴،۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. 
د شاجوی ولسوالۍ قومي مشرانو د ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارو له پیل څخه خوښي وښوده او د دوی اولادونو ته د زده کړو د خوندي درسي چاپېریال د برابرولو له امله یې له پوهنې ریاست څخه مننه وکړه.