د پوهنې سرپرست وزیر په افغانستان کې د یونسکو او آیسسکو له ملي کمېسیون څخه لیدنه وکړه

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د یونسکو او آیسسکو کمېسیون له غړو سره ولیدل او د راتلونکو ستراتیژیکو پلانونو په اړه یې بحث او خبرې اترې وکړې. 
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د یونسکو او آیسسکو کمېسیون غړو خپلې لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونه او پر وړاندې یې شته ننګونې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي ددې لیدنې په بهیر کې د یونسکو او آیسسکو ملي کمېسیون د فعالیتونو پر ډېروالي د ټینګار ترڅنګ د یاد کمېسیون د ستونزو د حل ژمنه هم وکړه.
په افغانستان کې د یونسکو او آیسسکو کمېسیون رییس محمد شاکر حبیب یار په دې کتنه کې د کمېسیون د اساس نامې مطابق د خپلو علمي، فرهنګي او روزنیزو پروګرامونو پراختیا، د کمېسیون د درې کلن ستراتیژیک پلان او د ۱۳۹۸ کال د عملیاتي پلان پلي کېدل د کمېسیون له مهمو پروګرامونو څخه یاد کړل.