باغران کې دېرش کاله وروسته ښوونځی پرانېستل شو

د هلمند د پوهنې ریاست د قومي مشرانو په هلو ځلو ددې ولایت په باغران ولسوالۍ کې د پای سنګ ښوونځی له دېرشو کالو وروسته پرانېست. 
د یاد ولایت د پوهنې رییس داود شاه صفاري وايي، چې د سیمې له قومي مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته هوکړه وشوه، چې یاد ښوونځی د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي. 
صفاري زیاتوي، چې ددې ښوونځي د زده کوونکو لپاره درسي توکي، فرشونه او نور د اړتیا وړ مواد یې برابر او لېږلي دي. نوموړي د یادې سیمې له قومي مشرانو څخه وغوښتل، چې د ښوونځيو په خلاصولو کې له پوهنې ریاست سره همکاري وکړي، څو له زده کړو بې برخې ټولو ماشومانو په ځانګړي ډول نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي. 
د یادولو وړ ده، چې له پوهنې د ملاتړ په روان کال کې د هلمند په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰ تړلي ښوونځي بیا پرانېستل شوي دي.