د طلايي ښارګوټي د نجونو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې اړوند د طلايي ښارګوټي د نجونو ښوونځي نوې اته صنفي ودانۍ د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، د کابل ښار د پوهنې ریاست مسوولینو ، ښوونکو او د سیمې د قومي مشرانو په ګډون پرانېستل شوه. 
یاد ښوونځي ته په هغه دوه جریبه ځمکه کې نوې ودانۍ جوړه شوې، چې د طلايي ښارګوټي د اوسېدونکو لخوا معارف ته ډالۍ شوې وه. 
د پوهنې سرپرست وزیر د یاد ښوونځي د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې له معارف څخه د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره د ولسي اجماع غوښتونکی شو. ښاغلي بلخي ډاډ ورکړ، چې د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې د معارف اړوندو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د طلايي ښارګوټي د نجونو ښوونځي ته نوې ودانۍ د جاپان په مالي ملاتړ د څه باندې ۲۲۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.

د یاد ښوونځي نوې ودانۍ، چې رغنیزې چارې د شاوخوا ۹ میاشتو په ترڅ کې سرته رسېدلي ۸ درسي ټولګي، درې اداري خونې او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري.