علینګار کې ۱۳۵۰ ښوونکو ته د استوګنې نمرو وېش پیل شو

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د ښوونځیو ۱۳۵۰ تنه ښوونکو ته د استوګنې نمرو د ملکیت سندونه ورکړل شول. 
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان والي محمد آصف ننګ، د پوهنې رییس عبدالله حمیدي، د ولایتي شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزي، ښوونکو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.
والي ښاغلي محمد آصف ننګ ددې ولایت د ښوونکو معیشتي ژوند ښه والي ته پاملرنه او د پوهنې کیفیت لوړېدل او پراختیا له خپلو مهمو لومړیتوبو څخه وګڼله او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به هر اړخیزې هلې ځلې کوي.
ښاغلي ننګ ټینګار وکړ، چې ددې ولایت د نورو ولسوالیو ښوونکو ته به هم د استوګنې نمرو وېش پیل او د دې ستونزې حل ته به جدي پاملرنه وکړي. 
د پروګرام په پای کې د یادو چارواکو له لوري پر ښوونکو د استوګنو نمرو د ملکیت سندونه ووېشل شول.