لوګر کې ۴۰ ښځینه ښوونکو ته د روغتیايي مسایلو په تړاو روزنه ورکول کېږي

د لوګر د نجونو ښوونځیو ۴۰ ښځینه ښوونکو ته د زده کوونکو د روغتیایي مسایلو په تړاو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو. 
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست له خوا د بي بي آمنې د نجونو په لېسه کې د آی، آر، سي موسسې په مالي مرسته جوړ شوی دی. 
په دې ورکشاپ کې د نجونو ښوونځیو ۴۰ ښځینه ښوونکو برخه اخېستې ده، چې د مرکز پل علم په ګډون د محمدآغې او خوښۍ ولسوالیو ښوونکې دي. 
په یاد ورکشاپ کې ښوونکو ته د ښوونځیو په دننه کې د زده کوونکو روغتیایي مسایلو ته د پاملرنې او روغتیایي مرکزونو ته د ناروغو زده کوونکو د لېږد په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر د ښوونځیو لسګونو ښځینه او نارینه ښوونکو ته په یاده برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.