د میدان وردګو د "پوهنې ستوری " وټاکل شو

د میدان وردګو د پوهنې ستوري د ټاکل کېدو سیالي، چې موده وړاندې د یاد ولایت د ۱۴۵ ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ پیل شوې وه؛ د لومړي، دویم او درېیم مقام د ګټونکو په اعلانولو سره پای ته ورسېده. د یادې سیالۍ وروستی پړاو د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، د میدان وردګو د والي مظفرالدین یمین، د پوهنې رییس ډاکټر سعید منصور، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون جوړ شوی و. 
د جغتو ولسوالۍ د امام ابوحنیفه ګوربت لېسې زده کوونکي حشمت الله د امیرخان زوی د لومړي مقام په ګټلو سره د میدان وردګو د معارف ستوري لقب وګاټه. دویم مقام د مرکز میدانښار د حامد کرزي لېسې زده کوونکي نصرت الله د قلم الدین زوی او درېیم مقام د بهسدو لومړۍ حصې د عمار ښوونځي زده کوونکې زهرا خپل کړ. 
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي ژمنه وکړه، چې ددې ولایت د معارف ستوري ته به د تحصیلي بورس امکانات برابر کړي. ښاغلي بلخي له پوهنې څخه د یاد ولایت د خلکو او سیمه ییزو چارواکو له ملاتړ څخه مننه وکړه او د هېواد ټولو ولایتونو ته یې د متوازنو او باکیفیته زده کړو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي له ولایتي چارواکو وغوښتل، چې په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره د پوهنې وزارت له پروګرامونو بشپړ ملاتړ وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د میدان وردګو ولایت د معارف ستوري ته یو عراده موټر او دویم او درېیم مقام ګټونکو ته لپ ټاپ کمپیوټر، نغدي جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.