څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲ ښوونځيو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پیل شوې. 
ښاغلي ځاځي د یادو ښوونځيو د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې ددې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه، د همدې هلو ځلو په ترڅ کې یې دادی نن د څمکنیو په ولسوالۍ کې د دو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودې، چې شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. یاده هره ودانۍ به ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، مجهز لابراتوار او کمپیوټر لب، د اوبو رسونې سیستم او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې ولري. 
د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ددې ولایت د زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او موخه یې داده، چې ټول ماشومان په مساوي ډول زده کړو ته لاسرسی ومومي.
ښاغلي ځاځي له یادو مشرانو وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي. 
دچمکنیو ولسوالۍ قومي مشرانو هم د یادو ښوونځيو د رغنیزو چارو له پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره له معارف سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.