د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب یو مخکښ مؤلف استاد حبیب الله راحل د ورپېښې ناروغۍ له امله د یکشنبې په ورځ (۹ مرغومی ۹۷) له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. 
(انا لله و انا الیه راجعون)
استاد راحل په ۱۳۳۲ لمریز کال کې د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په خواجه آب کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۱۳۵۱ کال کې په اعلی درجه له دولسم ټولګي فارغ شو. نوموړی په همدې کال د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي ته شامل او په ۱۳۵۵ کال کې د یادې پوهنځۍ له ریاضیاتو څانګې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. 
خدای بښلي استاد راحل د خپل عمر ډېره برخه د هېواد د بچیانو ښوونې او روزنې ته وقف کړې وه او د کډوالۍ پر مهال چې په پاکستان کې اوسېده د کډوالو په بېلابېلو ښوونځيو له هغې ډلې د IRC په لېسه کې د ښوونکي په توګه په پوره صداقت او ریښتینولۍ دنده ترسره کوله. نوموړي به دغه راز د فراغت پر مهال په پېښور ښار کې افغان کډوالو زده کوونکو ته په روزنیزو کورسونو کې تدریس هم کاوه. 
استاد راحل د هغه وخت د مهاجرینو ښوونځیو د تعلیمي نصاب یو له مخکښو مولفانو څخه و، چې ګڼ شمېر درسي کتابونه یې تالیف کړي دي. نوموړي د خپل عمر په وروستيو کلونو کې د پوهنې وزارت د تالیف او ترجمې ریاست کې دنده ترسره کړې او د ساینسي کتابونو د تالیف په برخه کې خدمتونه او هلې ځلې د پام وړ دي. 
د پوهنې وزارت مشرتابه د مرحوم استاد راحل کورنۍ ته د نوموړي د مړینې له کبله د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي او مړینه یې یوه لویه علمي ضایعه بولي. د پوهنې وزارت رهبري دغه راز مرحوم استاد ته فردوس جنت او کورنۍ او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.