د میدان وردګو خلکو له معارف سره ۱۱۹ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

پوهنې وزارت – میدان وردګ: د میدان وردګو ولایت د پوهنې رییس ډاکټر سعید منصور ددې ولایت له معارف سره د ۱۱۹ میلیونه افغانیو ولسي مرستې خبر ورکړ. 
میدان وردګو ته د پوهنې وزارت د سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د یو ورځني سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنې رییس ددې ولسي مرستې د اعلان ترڅنګ د پوهنې په وده او پیاوړتیا کې د میدان وردګو د خلکو له پاملرنې او همکارۍ څخه یادونه وکړه او یاده مرسته یې د معارف د پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام وباله. 
ښاغلي منصور ډاډ ورکړ، چې دا ولسي مرستې به ددې ولایت د پوهنې وضعیت د ښه والي په موخه په بېلابېلو برخو کې په شفاف ډول ولګوي.
د یادولو وړ ده، چې د میدان وردګو ولایت په ۴۷۲ بابه ښوونځيو کې ۱۴۸ زره زده کوونکي، چې له ډلې ۳۹ زره نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.