د پوهنې سرپرست وزیر د میدان وردګو د پوهنې وضعیت له نژدې و ارزاوه

د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي د میدان وردګو ولایت د پوهنې وضعیت د ارزونې او د "پوهنې ستوري" پروګرام په ورستي پړاو کې د ګډون په موخه دغه ولایت ته ولاړ.
ښاغلی بلخي ددې سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د معارف دوسته خلکو او چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. نوموړي د سیمه ییزو چارواکو، د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو یوې غونډې ته وینا وکړه او د یاد ولایت د پوهنې ستوري پروګرام په وروستي پړاو کې یې ګډون وکړ. 
د پوهنې وزارت مشرتابه او ورسره پلاوي د خپل دې یو ورځني سفر په ترڅ کې د میدان وردګو له والي سره هم ولیدل او په اړوندو بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې. په دې لیدنه کې د یاد ولایت د پوهنې وضعیت، ستونزو او د ښوونې او روزنې په برخه کې ددې ولایت د ظرفیتونو په اړه بحث او خبرې وشوې. 
د پوهنې وزارت سرپرست له پوهنې څخه د یاد ولایت د خلکو او سیمه ییزو چارواکو له ملاتړ څخه مننه وکړه او د هېواد ټولو ولایتونو ته یې د متوازنو او باکیفیته زده کړو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي له ولایتي چارواکو وغوښتل، چې په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره د پوهنې وزارت له پروګرامونو بشپړ ملاتړ وکړي. 
د میدان وردګو والي ښاغلي مظفر الدین یمین له پوهنې د ملاتړ کال په ترڅ کې د پوهنې وزارت د مشرتابه هلې ځلې د پام وړ وبللې او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به د پوهنې وضعیت د ښه والي لپاره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د پوهنې سرپرست وزیر چې د یاد ولایت په کریم خان تالار کې د پوهنې ستوري د ټاکلو په تړاو یوې لویې غونډې ته خبرې کولې د پوهنې په وده او پیاوړتیا کې د ښوونځيو شوراګانو پر اساسي رول هم ټینګار وکړ. ښاغلي بلخي له پوهنې د ملاتړ لسیزې په ترڅ کې د هېواد ټولو سیمو ته د متوازنو زده کړو پراختیا د پوهنې وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو وګڼله او د ولایتونو د پوهنې وضعیت پر مخامخ ارزونې، د معارف سکتور کې د اصلاحاتو پر راوستلو او د موجودو ستونزو او ننګونو پر حل ټینګار وکړ. 
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د خپل دې یو ورځني سفر په ترڅ کې د میدان وردګو د پوهنې له ریاست څخه هم لیدنه وکړه. ښاغلي بلخي د یاد ولایت خلکو ته د تعلیمي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر او هلته موجودې ستونزې او مشکلات یې له نژدې واورېدل. 
ښاغلي بلخي د میدان وردګو د پوهنې ریاست کارکوونکو ته په خپلو خبرو کې د تعلیمي نصاب له بیا کتنې و ارزونې او په هغه کې د ملي وحدت، ملت جوړونې، جندر او ژوند مهارتونو او یو شمېر نورو موضوعاتو ته د جدي پاملرنې یادونه وکړه. نوموړي دغه راز وویل، چې په نژدې راتلونکي کې به د ۶ زرو ښوونځيو له ډلې ۲۶۴۶ ښوونځيو ته په ۱۷ ولایتونو کې نوې ودانۍ جوړې شي. ښاغلي بلخي دغه راز ډاډ ورکړ، چې د وزارت مشرتابه د ښوونکو معاشونو لوړېدو او مسکن ستونزې هواري ته جدي پاملرنه اړولې ده.
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د ولایتونو د تعلیمي وضعیت د ارزونې په موخه تر دې مهاله یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او غواړي له دې لارې د هېواد بچیانو ته د تعلیمي خدمتونو د وړاندې کول بهیر له نژدې وڅاري او د پوهنې پر وړاندې شته ستونزو او خنډونو ته د خلکو او سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ د حل لارې چارې ولټوي.