مطبوعاتي اعلامیه

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پکتیا ولایت د ارګون ولسوالۍ د بالیشو کلي د زرابي د نجونو ښوونځی د علم او پوهې د دښمنانو له لوري سوځول شوی دی. په یاده پېښه کې د ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې او ټول اداري او تدریسي اسناد او وسایل (مېز، څوکۍ، خیمې او درسي کتابونه) سوځېدلي دي. 
د افغانستان د پوهنې وزارت د علم او پوهې د دښمنانو دغه د بشریت او پرمختګ ضد کړنه په کلکو ټکو غندي او له امنیتي ارګانونو غواړي، چې عاملین یې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري. 
پوهنې وزارت تل ټینګار کړی، چې ښوونیز مرکزونه د توحید پرستۍ او خدای پېژندنې یوازیني آدرسونه دي او له خلکو او قومي مشرانو غواړي، چې ساتنې او حفاظت ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي.