ننګرهار کې ۱۱ ښوونځي بیا پرانېستل شول

پوهنې وزارت – ننګرهار: د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او مهمند دره ولسوالیو کې ۱۱ بابه ښوونځي چې له څه مودې راهیسې د امنیتي ستونزو له امله تړلي وو، بیا پرانېستل شول. 
د یادو ښوونځيو له ډلې ۸ بابه په بټي کوټ او درې بابه په مهمند دره ولسوالۍ کې دي، چې له بیا پرانېستو سره زرګونه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
دغه ښوونځي چې د لنډې مودې لپاره د امنیتي ستونزو له امله تړلي وو، د یاد ولایت د پوهنې او امنیتي مسوولینو د هلو ځلو او د قومي مشرانو او ښوونځيو شوراګانو په منځګړیتوب بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوي دي. 
د یادولو وړ ده، چې له پوهنې د ملاتړ کال په ترڅ کې په هغو ولایتونو کې چې له امنیتي ستونزو سره مخ دي؛ د بندو ښوونځيو بیا پرانېستل د پوهنې وزارت یو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي چې د ځانګړو راپورونو په ترڅ کې به نشر شي.