ننګرهار کې روټري بنسټ زرګونه زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د روټري بنسټ (Rotary Foundation) له غړې فري موني سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې اترې وکړې. 
ښاغلي شینواري په ننګرهار کې د روټري بنسټ د هغو خدمتونو او هلو ځلو ستاینه وکړه، چې ددې ولایت اوسېدونکو په ځانګړي ډول زده کوونکو ته په تېرو لسو کلونو کې وړاندې کړي. نوموړي زیاته کړه، ددې موسسې د خدمتونو په پایله کې زرګونه زده کوونکو ته د کمپیوټر، انګلیسي او نورو بېلابېلو برخو کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې او معاصر مهارتونه یې ترلاسه کړي دي. 
د پوهنې رییس د روټري فاونډېشن د کړنو د ستاینې ترڅنګ هیله وښوده، چې دا همکارۍ لا پراخې او ددې ولایت په لرې پرتو سیمو کې هم زده کوونکو ته ورته فرصتونه برابر شي. 
د یاد بنسټ غړې مېرمن فري موني د افغانستان له معارف سره د خپلو همکاریو د دوام او پراختیا ډاډ ورکړ او ددې بنسټ د غړو لخوا را لېږل شوی مننلیک او نښان یې د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري ته ډالۍ کړ. 
د یادولو وړ ده، چې روټري بنسټ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د خلکو له لوري جوړ شوی نړیوال خیریه بنسټ دی، چې د ننګرهار په ۱۸ ښوونځيو کې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د وړیا زده کړې زمینه برابره کړې او ترڅنګ یې په یو شمېر نورو برخو کې هم مرسته او خدمت کوي.