تیکا له پوهنې وزارت سره د همکاریو دوام او پیاوړتیا ته چمتووالی وښود

پوهنې وزارت – کابل: په افغانستان کې د ترکیې د همکاریو موسسې (تیکا) په راتلونکي ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې له پوهنې وزارت سره د همکاریو د دوام او پیاوړتیا خبر ورکړ. 

د تیکا موسسې رییس "رجائي قلنچ" د پوهنې وزارت له سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي سره لیدنه کې د پوهنې وزارت او یادې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره چمتووالی وښود او ترڅنګ یې په یو شمېر نورو مهمو اړوندو مسایلو خبرې وکړې. 
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي په افغانستان کې د تیکا موسسې د همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او په ټول هېواد کې د تعلیمي نظام د ښه والي په موخه د اړتیاو پر ارزولو ټینګار وکړ. 


د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونکو د ظرفیتونو د لوړولو، د ښوونځيو د معیاري کولو، پر لابراتوارونو او سمعي او بصري څانګو د ښوونځيو د سمبالېدو او تجیز او تعلیمي نصاب برخو کې د تیکا موسسې د همکاریو غوښتونکی شو.
د تیکا موسسې رییس رجائي قلنچ په دې لیدنه کې دغه راز د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د یادې موسسې د فعالیتونو په اړه مالومات ورکړل او له پوهنې وزارت سره د مرستو د دوام لومړیتوبونه تشریح کړل. 


ښاغلي قلنچ یادونه وکړه، چې د مسلکي روغتیايي ښوونځيو جوړول، د ښوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د لنډمهالو او اوږدمهالو روزنیزو پروګرامونو جوړول او یو شمېر نورو په ۲۰۱۹ کال کې له پوهنې وزارت سره ددې موسسې د همکاریو د دوام مهم لومړیتوبونه دي. 

د یادولو وړ ده، چې موده وړاندې د تیکا موسسې له لوري ۳۰۰ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو، چې د پوهنې د سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي له لوري بری لیکونه ورکړل شول.