ډاکټر بلخي: ښوونځي به د معلوماتي ټکنالوژۍ پر سیستمونو سمبال شي

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د آلمان د برلین پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز له رییس نذیر پېروز سره په لیدنه کې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر سیستمونو د ښوونځيو د سمبالېدو خبر ورکړ او په دې برخه کې د اړوندو مسوولینو پر اجماع ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې چې په پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ ښاغلي بلخي د پوهنې وزارت د هغو هلو ځلو، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر سیستمونو د ښوونځيو د تجهیز او د ښوونکو او زده کوونکو لپاره په دې برخه کې د آسانتیاو د برابرولو برخه کې تر سره شوي یادونه وکړه او په دې مهمه چاره کې د لازمو ظرفیتونو پر رامنځ ته کولو هم ټینګار وکړ. 
د آلمان د برلین پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز رییس نذیر پېروز، عصري زده کړې او مسلکي ښوونځي د افغاني ټولنې د ودې او پرمختګ له مهمو مواردو وګڼل او د معلوماتي ټکنالوژۍ پر سیستمونو یې د ښوونځيو له سمبالېدو څخه د یاد مرکز د هر اړخیز ملاتړ خبر ورکړ. 
په دې لیدنه کې دغه راز وپتیل شوه، چې پر معلوماتي ټکنالوژۍ د ښوونځيو د سمبالېدو او تجهیز په برخه کې د همکاریو د پیل او څرنګوالي په اړه د دواړو لوریو خبرې اترې دوام ومومي.