د پوهنې وزارت سرپرست د افغانستان له ربات جوړونکو نجونو سره په لیدنه کې په هېواد کې د علمي تحول پر رامنځ ته کولو ټینګار وکړ

پوهنې وزارت – کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د افغانستان له ربات جوړونکو نجونو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په هېواد کې د رباتیک علم پر ودې او پراختیا د ټینګار ترڅنګ له یادې ډلې د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه. 
په دغه لیدنه کې چې په پوهنې وزارت کې ترسره شوه، ښاغلي بلخي د ربات جوړونکو نجونو هلې ځلې او لاسته راوړنې وستایلې او په هېواد کې د علمي تحول د رامنځ ته کولو په موخه د دغې ډلې د فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ. 
د پوهنې وزارت مشرتابه په نړیوالو علمي ډګرونو کې د یادې ډلې لاسته راوړنې په افغانستان کې د علم او پوهې په ځانګړي ډول د رباتیک علم د پرمختګ په برخه کې یو ګټور او مهم ګام وباله.
په دې لیدنه کې د ربات جوړونکو ډلې مسوولې رویا محبوب دا ډله د رباتیک علم د ودې او پرمختګ په برخه کې د پوهنې وزارت همکاره وبلله او هیله یې وښوده، چې پوهنې وزارت به یې په بېلابېلو برخو کې ملاتړ او همکاري وکړي. 
د افغانستان د ربات جوړونکو شپږ کسیزې ډلې ویاندې او مشرې فاطمې قادریان په راتلونکي میلادي کال کې په هرات کې ددې ډلې د لاسته راوړنو د یو لوی نندارتون د جوړولو خبر هم ورکړ. 
په دې کتنه کې دغه راز په افغانستان کې د ربات جوړولو د لومړنیو ښوونځيو پر جوړولو هم بحث او خبرې اترې وشوې. 
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د ربات جوړونکو ډلې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په نړیوالو سیالیو کې د هېواد لپاره ډېر ویاړونه ګټلي، چې له "First Global" نړیوالو سیالیو څخه د جایزې ګټل یې له مهمو هغو څخه دي.