زده کړو ته د نجونو د هڅونې په پار شپږ بېلابېل پروګرامونه پلي کېږي

د هلمند د پوهنې ریاست د یونیسف موسسې په مالي مرسته شپږ داسې بېلابېل پروګرامونه پیل کړي، چې له مخې به یې هغه نجونې چې ښوونځيو ته نه ځي او یا یې هم کورنۍ اجازه نه ورکوي زده کړو ته وهڅول شي.
په دغو پروګرامونو کې د رسامي، شعر او شاعري، سپورټ، د قومي مخورو ناستې، د تلوېزیون له لارې عامه پوهاوی او د ښار او ښوونځيو پر دېوالونو د داسې انځورونو ایستل، چې نجونې زده کړو ته وهڅوي؛ شامل دي.
د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري وایي، چې یاد پروګرامونه زده کړو ته د نجونو د هڅونې او په دې اړه د هغوی د ذهنیت جوړونې په برخه کې خورا مهم دي. دی زیاتوي، له دې سره به ګڼ شمېر هغه نجونې چې د زده کړو له نعمته بې برخې دي؛ زده کړو ته لاسرسی ومومي.
ښاغلی صفاري ډاډ ورکوي، چې د هلمند د پوهنې ریاست به تر بل هر وخت د نجونو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي.
د هلمند د یو شمېر ښوونځيو نجونې زده کوونکې هم دا ډول پروګرامونه زده کړو ته د نجونو د هڅونې په برخه کې مهم بلي او له هغو کورنیو چې لا هم خپلې نجونې زده کړو ته نه پرېږدي غواړي، چې د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي.
د یادولو وړ ده، چې وړمه ورځ د کندهار او هلمند د مخورو، ځوانانو، او مدني فعالینو ترمنځ درې ورځنی ناسته، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د شته ننګونو د له منځه وړلو په موخه جوړه شوې وه، پای ته ورسېده. په دې ناسته کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د شته ننګونو د په نښه کولو او د هغو د له منځه وړلو پر لارو چارو باندې بحث او خبرې اترې وشوې.
ددې ناستې ګډونوالو د یوه پرېکړه لیک پر صادرولو هیله وښوده، چې دا ډول ناستې به د نجونو د زده کړو پر وړاندې شته خنډونه کم او په یادو ولایتونو کې به ګڼ شمېر نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

انځورونه د هلمند او کندهار د مخورو، ځوانانو او مدني فعالینو د ناستې دي.