لوګر کې د حامد کرزي لېسه بیا ورغول شوه

د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د حامد کرزي د هلکانو لېسې د بیارغاونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه. 
د یادې لېسې ودانۍ د ۶۴۰۹۸۴ افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایي بودجې څخه بیا رغول شوې ده. 
د حامد کرزي د هلکانو لېسه له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ۱۳۳۰ زده کوونکي لري، چې په تېرو څو کلونو کې ورته دوه بیلا بیلې ودانۍ جوړې شوې دي. 
دغه لېسه پر۱۳۱۶ لمریز کال تاسیس شوی، چې بیا وروسته په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم نومول شوې ده.