ولایتونو کې د تعلیمي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وشو

د پوهنې وزارت د کلني پلان د بیا کتنې ورکشاپ چې څلور ورځې وړاندې د یونیسف موسسې په همکارۍ د ښوونیزو خدمتونو د ښه والي په موخه جوړ شوی و، پای ته ورسېد. 
په دغه ورکشاپ کې، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه، د یونیسف موسسې د مسوولینو او د پوهنې د ولایتي رییسانو په ګډون جوړ شوی و، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د تعلیمي خدمتونو پر ښه والي، په راتلونکي تعلیمي کال کې د موثرې پلان جوړونې او د پوهنې نظام پر وړاندې د موجودو ستونزو او ننګونو پر حل جدي ټینګار وشو او د یادو مواردو په اړه مهمې پرېکړې وشوې. 
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شینواري، چې د یاد ورکشاپ په پایغونډه کې خبرې کولې د پوهنې د ودې او پراختیا لپاره د ګټورو او پلې کېدونکو پلانونو پر جوړېدو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې په خپلو پروګرامونو کې نه باید هغو شاخصونو ته چې په بشپړ ډول د پلي کېدو وړ نه وي، ځای ورکړو. 
ښاغلي شینواري له فساد سره مبارزه د پوهنې وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو یاده کړه او له ولایتي رییسانو یې وغوښتل، چې له دې شومې پدیدې سره جدي او هر اړخیزه مبارزه وکړي. 
د وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر سیدحمیدالله په ولایتونو کې د پروژو په پلي کېدو او د بودیجې په مصرف کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او له مسوولینو یې هیله وکړه، چې په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي. 
د پوهنې وزارت د دفتر رییس ډاکټر ذبیح الله فطرت د اطلاع رسونې پروسه مهمه وګڼله او له ولایتي رییسانو یې غوښتنه وکړه، چې خلکو ته د اطلاعاتو د رسولو په برخه کې فعال اوسي او خپل ټول فعالیتونه د وزارت د ټولنیزو پاڼو له لارې له خلکو سره شریک کړي.