د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د پوهنې وزارت د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د ټولنیز خوځښت او شوراګانو رییس رحیم الله لودین د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د دغه ډول ورکشاپونو جوړېدل د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړولو او له چارو سره د بلدتیا په برخه کې مهم وبلل.

ښاغلي لودین زیاته کړه، چې د ورکشاپ په پای کې به نوي کارمندان د ریاست له پالیسۍ، تګلارو، مؤخو او کړنو سره آشنا شي.