لښکرګاه کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بیټ ون سیمې د نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډ‌بره د والي تورنجنرال محمد یاسین خان او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د ښارجوړونې او ځمکو وزارت له لوري جوړېږي، چې لس درسي ټولګي او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري. پر دغې ودانۍ شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې د راتلونکو لسو کاري میاشتو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي. 
د هلمند والي تورنجنرال یاسین خان د ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې ددې ولایت د پوهنې ودې او پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي او هڅې یې دادي، چې د ښوونځي عمر هېڅ ماشوم بې زده کړو پاتې نشي. نوموړي دغه راز له ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د لښکرګاه د بیټ ون سیمې یو تن مشر صدیق الله زاهدي د ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې ددې پروژې په ټولو چارو کې به له نژدې همکاري کوي.
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.